په بلخ او سرپل ولايتونو كې د ډاكټر اشرف غني احمدزي په ملاتړ غونډې وشوې.


  • 11 مياشتي دمخه (21/09/2020)
  • شمال زون د ټاكنيزو مبارزو دفتر
  • 319

شمال زون
د ټاكنيزو مبارزو دفتر
مطبوعاتو څانګه

تېره ورځ د زمري په ۹مه د بلخ د شورتپه ولسوالۍ په ارق باتور كلي كې ددغې ولسوالۍ د ټولو ۳۴كليو مشرانو، د يوې غونډې په ترڅ كې له ډاكټر اشرف غني احمدزي څخه خپل ملاتړ اعلان كړ.
فيض الله د بلخ د ولايتي شورا كانديد د خپلو خبرو په ترڅ كې، ډاكټر اشرف غني احمدزى يو ملي او بين المللي شخصيت وباله او زياته ېې كړه، چې د شورتپې ټول خلك له اشرف غني څخه ملاتړ كوي.
د يادې شوې ولسوالۍ يو خطيب او مدرس مولوي حاجي حميد، چې تل يې په خپلو ويناوو كې ډاكټر اشرف غني احمدزى د افغانستان لپاره وړ ولسمشر بللى زياته كړه، چې ټول تركمن به اشرف غني ته رايه وركړي.
ذبيح الله احساس، په شمال زون كې د ډاكټر اشرف غني احمدزي د ټاكنيزو مبارزو د دفتر رييس له دغو مشرانو څخه مننه وكړه او زياته يې كړه، چې ډاكټر صيب به ستاسو ټولو ستونزو ته ورسيږي.
شورتپه د بلخ ولايت يوه لرې پرته ولسوالۍ ده، چې ټول تركمن په كې اوسېږي، شاوخوا ۲۷زره رايې لري.
له بلې خوا د سرپل په ګوسفندي او سوزمه قلعه ولسواليو كې د ډاكټر اشرف غني احمدزي په ملاتړ  غونډې جوړې شوې.
په دغو غونډو كې، چې شاوخوا ۷۰۰مشرانو او د پراختيايي شوراګانو وكيلانو په كې ونډه اخيستې وه، د ډاكټر اشرف غني احمدزي په ملاتړ او وړتياوو خبرې وشوې.
د يادولو وړ ده، چې ګوسفندي او سوزمه قلعه ولسواليو كې ۱۰۰زره رايې موجودي دي.