پاکستان د افغانستان اقتصادي بنسټونو ویجاړولو په درشل کې

پاکستان د افغانستان اقتصادي بنسټونو ویجاړولو په درشل کې


  • 3 مياشتي دمخه (07/10/2021)
  • محمد کریم اتل
  • 259

هیواد کې وروستیو بدلونونو له پیل سره سم پاکستان هیواد اعلان وکړ چې افغانستان ته صادریدونکو چرګانو او چرګانو هګیو باندې مالیه یې معاف کړې او تاجران کولای شي افغانستان ته بې له مالیې پاکستاني چرګان او د چرګانو هګۍ ولیږدوي.

دا خبر به عامو خلکو لپاره د اهمیت وړ نه وي او ممکن عام وګړي یې د قیمت د کمیدو لپاره خوښ ووسي ، ولې د اقتصاد د علم په رڼا کې پاکستان له وخت او سیاسي تحولاتو کې راګیر افغانستان څخه په ګټڼې سره غواړي د افغانستان داخلي تولیداتو په وړاندې د ډمپینګ پالیسي(Dumping Policy ) غوره کړي او له دې لارې د افغانستان لوی سکتور یعني زراعتي سکتور زیانمن کړي او راتلونکې لپاره افغانستان کې موناپولي مارکیټ یعنې یکه تاز ( Market Monopoly )  سره د خپلې خوښې قیمتونو تعین سره خپلو تولیدي توکو لپاره بازار ترلاسه کړي.

1. ډمپینګ پالیسي(Dumping Policy ) څه ده ؟

سوداګریزو راکړې ورکړې کې مختلفې پالیسې ګانې د خپل مقابل حریف یا competitors   د کمزورې کولو لپاره کارول کیږي چې یوه یې هم همدا د ډمپینګ پالسیې ده چې د نړیوال تجارتي قوانینو پر اساس منع هم کړل شوې ، ولې قدرتمند هیوادونه تل د کمزوري اقتصاد لرونکو هیوادونو په مقابل کې کاروي او غواړي هغوی تل محتاج وساتي او ددوی مارکیټ خپل هیواد تولیداتو خرڅلاو لپاره په کنترول کې ولري.

ډمپینګ پالیسي سره هیوادونه او شرکتونه د کم او مؤقت وخت لپاره پر توکو مالیه معاف کوي ، دولت همغه سکتور ته سبسایدي یا مالي مرسته ورکوي او تر هغه نرخ یا قیمت پورې یې نرخ یا بیعه راټیټوي چې د مقابل هیواد داخلي تولیداتو له بیعې راټیټ او د کمزوري اقتصاد لرونکې ولسونه همدوی تولیداتو رانیولو ته مخه کړي.

دا ټیټ قیمتونه د لنډ وخت لپآره وي او کله چې د مقابل هیواد داخلي تولیدات ونشي کړلای د کمزوري اقتصاد او کمې پانګې له امله مارکیټ کې خپل ځان وساتي نو مارکیټ له لاسه ورکوي او اقتصادي رکود او حتې د کارخونو او فابریکو د فلج سبب کیږي.

کله چې د یو هیواد داخلي کارخونې فلج او داخلي تولیدات یې بند شي نو هغه صادرونکي هیواد د قصاب جامه اغوندې او قیمتونه یې چې څرنګه خوښه وي ټاکي او د خپل تیر وخت لګښټونه هم څو چنده  پوره او ګټه ترلاسه کوي.

2. موناپولي مارکیټ یعنې یکه تاز ( Market Monopoly )  : دا هغه حالت دې چې مارکیټ کې بل رقیب ونلري او ټول مارکیټ ستا په واک کې وي اوهر قیمت چې د تاسو زړه غواړي تعین کړئ او توکې وپلورئ.

افغانستان لپاره د زراعت سکتور یو له حیاتي سکتورنو څخه شمیرل کیږي چې اکثره وګړي یې دې لوی سکتور کې بوخت دي.

افغانستان کال کې لږ تره لږه ۵۰۰ تر ۸۰۰ میلیونو ډالرو پورې د لبنیاتو ، چرګانو هګیو او چرګانو غوښې واردات درلود او هر کال افغانستان ته ۱۰۰۰ متریک ټن د چرګانو غوښې او ۷۰۰ میلیونو پورې د چرګانو هګۍ راواریدېدلې خو د زراعت سکتور پرمختګ سره کال ۱۳۹۷ ه ش کې افغانستان وتوانید چې دا فیصدي راټیټه کړي او یوازې خپله ۵۰٪ کورنۍ تولید ولري چې تر ۱۴۰۰ ه ش کال دا فیصدي نوره هم لوړه لاړه او تقریبآ افغانستان د چرګانو غوښې او چرګانو هګیو تولید برخه کې پر خپلو پښو ودرید.

د چرګانو فارمونو جوړولو باندې په ملیاردونو افغانۍ لګښت راغلی او ډیری برخه یې لا هم خصوصي سکتور پرمخ وړي او دې برخه کې لویه پانګونه شوې او په لس هاوو زره مستقیم او غیر مستقیم افغانانو ته یې د کار زمینه هم مساعده کړې او دولت ته مالیه هم ورکوي.

کچیرې پاکستان ډمپینګ پالیسي په مقابل کې د افغانستان چارواکي لاس په کار نشي دا پر پښو ولاړ سکتور به له پښو وغورځي ، د هیوادوالو پانګه به په اوبو لاهو شي او هسې هم ټول بیکاره یو، له بده مرغه به دا لوی قشر هم وزګار او د فقر کچه به تر ۹۹ سلنه پورته لوړه شي.

حل لار یې :

د افغانستان د کرنې او اوبو لګونې وزارت دې زر تر زره لاس په کار شي او مالیې وزارت سره په پوره همغږۍ د پاکستاني او ایراني چرګانو او چرګانو هګیو وارداتو باندې د بندیز ولګوي او که بندیز د سیاسي ملحوظاتو په پآم سره ممکن نه وي کولای شي تعرفه پرې دومره لوړه کړي چې د افغانستان داخلي تولیداتو په مقابل کې یې نرخونه کنترول او داخلي تولیدات وساتل شي.

له کورنیو چارو وزارت سره د پوره همغږي وشي او د افغانستان سرحدونو کنترول سره د واردوونکې غوښې او چرګانو هګیو قاچاق مخه ونیول شي او قاچاق کوونکو لپاره د سخته قانوني جزا وټاکل شي.

کچیرې مو پورته کړنې ترسره کړې هم به خپل اقتصاد وژغورو هم به له بهره د مریضیو د راتګ مخه ونیول شي.