امیرخان متقي د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر سره لیده کاته کړي

امیرخان متقي د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر سره لیده کاته کړي


  • 1 مياشت دمخه (07/10/2021)
  • خالد سهار
  • 165

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان مقتي د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف او ورسره مل پلاوي سره کتلي دي. 

د یاد وزارت د ویاند عبدالقهار بلخي د معلوماتو له مخې، په دې لیدنه کې دواړو لوریو پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې اترې کړې دي. 

د هغه په خبره، متقي ښاغلي کاملوف ته د هرکلي تر څنګ نوموړي ته ډاډ ورکړی دی، چې له رامنځ‌ته شوي تحول وروسته په افغانستان کې وضعیت عادي حالت ته په راګرځېدو دی. 

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر وروسته تر هغه کابل ته راځي چې نن یاد هېواد ویلي، سره له دې چې افغانستان یې د برېښنا له درکه پوروړی دی؛ خو پر دغه هېواد برېښنا نه پرې کوي.