داستادمحمد اسماعيل يون ۳۳ كتابونه يوځايي له چاپه راووتل


  • 9 مياشتي دمخه (21/09/2020)
  • امین زي
  • 270

دهېواد دادب دډګر دتاند ستوري تكړه ليكوال څېړونكي او دروانو سياسي چارو شننونكي ، دكابل پوهنتون دادبياتو دپوهنځي دپښتوڅانګې استاداوپه جمهوري رياست كې دامنيت دشواردفرهنګي چارودرئيس پوهندوي محمد اسماعيل يون دري دېرش ټوګه بېلابيل ډوله كتابونه له چاپه راووتل .
كومه غونډۀ چې په همدې مناسبت پرون جمعې په ورځ دزمري په نهمه نېټه له غرمې وروسته دوه بجې دكابل په سرينا هوټل كې جوړه شوې وه دهېواد له دننه اوبهر څخه فرهنګيانو ليكوالو ، دولسي جرګې غړيو او نورو مخورو ګډون ؤ.
په ياده غونډه چې دالهي كلام دمباركو په آياتونوپه تلاوت سره پيل شوه ، په پيل كې په ولسي جرګه كې دولس استازې او دښاغلي استاد محمد اسماعيل يون دژوند ملګرې اغلې ارين يون دښاغلي يون دكورنۍ په استازيتوب خبرې وكړې او دخپلو خبرو په ترڅ كې يې دښاغلي يون دخپروشويو كتابونو باندې رڼا واچوله او دښاغلي يون او ورسره دملګرو يې چې ددې كتابونو دليكلو او چاپولو پرمهال يې زيار ايستلي وو، يو په يو يادونه وكړه.
ورپسې دپښتو ادب هڅاند ستوري لوي استاد محمد آصف صميم ديادې غونډې په اړوند خبرې وكړې او ددغو كتابونو چاپول يې افغان ولس ته يو ستر وياړ وباله او ښاغلي يون دكړنو ستاينه يې وكړه.
ورپسې مه خان شينواري ، خټك صيب ، استاد حبيب دالله رفيع ، عبدالغفور لېوال او يوشمېر نورو مشرانو دموضوع په اړوند هراړخيزې خبرې وكړي  ، په پاى كې هم ښاغلي يون ديادې غونډې په اړه خبرې درلودې .
غونډه ماذديګر ناوخته پنځه بجې پاى ته ورسېده.