‏ننګرهار کې سږکال د جلغوزیو حاصلات ۷۸۴ ټنه اټکل شوي

‏ننګرهار کې سږکال د جلغوزیو حاصلات ۷۸۴ ټنه اټکل شوي


  • 7 مياشتي دمخه (06/10/2021)
  • خالد سهار
  • 517

‏د ننګرهار سیمه‌ییز چارواکي وایي، په دې ولایت کې د جلغوزیو سږني حاصلات شاوخوا ۷۸۴ ټنه اټکل شوي دي. 

د ننګرهار ولایت مقام څخه په یوه خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې د اتو ولسواليو حصارک، شېرزاد، خوږياڼو، پچير اګام، هسکې مېنې، کوټ، اچين او سپين غر د ۱۱۶۹۰ هکتاره د جلغوزیو طبعي ځنګلونو څخه به سږکال شااوخوا ۷۸۴ ټنه حاصل ترلاسه شي، چې د تېر کال په پرتله ۲۵ سلنه زياتوالی ښيي.

‏تېر کال په دې ولايت کې د جلغوزیو حاصل ۶۲۷ ټنه و؛ خو سږکال د ښې روزنې او مسلکي پاملرنې له امله د جنغوزیو په حاصلاتو کې زياتوالی راغلی، چې سلګونو کسانو ته په کې د کار زمينه هم برابره شوې ده. 

په ورته مهال بیا د جلغوزیو سوداګرو اندېښنه ښودلې، چې د هوایي دهلېزونو نشتون له کبله ښايي سږکال بهرنيو هېوادونو ته د افغانستان جلغوزي صادر نه‌شي.