ار سي بي، پنجاب ته ماتې ورکړه او پلی اف لوبو ته يې لار پیدا کړه.

ار سي بي، پنجاب ته ماتې ورکړه او پلی اف لوبو ته يې لار پیدا کړه.


  • 2 اونۍ دمخه (03/10/2021)
  • لعل اغا ابراهیمي
  • 56

نن یکشنبه د ای پي ایل سیالیو په ۴۸مه لوبه کې ار سي بي په شپږو منډو پنجاب کینګز ته ماتې ورکړه او پلی اف لوبو ته يې لار ومونده.

په دغه لوبه کې ار سي بي د اوو لوبغاړو په زیان پنجاب ته د ۱۶۵ منډو هدف ټاکلی ؤ، چې یاده لوبډله د هدف په پوره کولو کې پاتې راغله او یوازې يې ۱۵۸ منډې جوړې کړې، چې د شپږو منډو په توپیر يې ماتې وخوړه.

د همدغو سیالیو په ۴۹مه لوبه کې همدا شیبه د حیدراباد او کلکتې لوبه روانه ده، چې لومړی توپ وهنه د حیدراباد لوبډله کوي، یادې لوبډلې نن یو ځل بیا نبي ته چانس نه دی ورکړی.