د پاکستان لومړي وزیر د تاجکستان  له ولسمشر سره د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې

د پاکستان لومړي وزیر د تاجکستان له ولسمشر سره د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې


  • 1 مياشت دمخه (03/10/2021)
  • سمسور نیوز
  • 84

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د تاجکستان له ولسمشر امام علي رحمان سره د افغانستان پر وضعیت د ټیلفیون لا لارې خبرې کړې.

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، دواړو لوریو په دې ټیلیفوني مکالمه کې، چې پرون شوې دي، د افغانستان په اوسني وضعیت، سولې او ثبات او بشري مرستو ټینګار شوی دی.

په دې خبرو کې عمران خان ویلي، چې اوس‌مهال باید له افغانستان سره بشري مرستي وشي، ځکه د دغه هېواد وګړي په سخت حالت کې قرار لري. 

هغه دغه‌راز د افغانستان د اقتصادي سقوط د مخنیوي لپاره له دې هېواد غوښتي، چې باید افغانستان سره د سوداګرۍ  راکړه ورکړه ډېره کړي.   

د پاکستان لومړی وزیر په داسې حال کې د تاجکستان له ولسمشر سره ټیلیفوني خبرې کوي، چې د تاجکستان او د ط.البانو تر کنټرول لاندې افغانستان ترمنځ اړیکې ترینګلې شوې دي. 

د تاجکستان ولسمشر په افغانستان کې د ټول‌ګډونه حکومت رامنځ‌ته کېدو غوښتنه کړې او ط.البانو د هغه دا غوښتنه د افغانستان په چارو کې لاسوهنه بللې ده.