فرانسه: ط. البانو لا هم د نړیوالې ټولنې هېڅ غوښتنه نه‌منلې

فرانسه: ط. البانو لا هم د نړیوالې ټولنې هېڅ غوښتنه نه‌منلې


  • 3 مياشتي دمخه (29/09/2021)
  • خالد سهار
  • 260

په هند کې د فرانسې سفیر ایمانول لناین وایي، چې ط. البانو تر دمه د نړیوالې ټولنې هر ډول غوښتنې له پامه غورځولي دي. 

هغه دغه‌راز په ډیلي کې "ای‌ان‌آی" خبري آژانس ته ویلي، چې د ټول‌شموله حکومت رامنځ‌ته کول، بشري حقونو ته درناوی کول او افغانستان د ترهګرو پر خوندي ځای نه بدلېدل دا له ط. البانو د نړیوالې ټولنې اساسي غوښتنې وې؛ خو ط. البانو لا هم تر پښو لاندې کړې دي. 

هغه همداراز د خپلو خبرو پر دوام ویلي، چې هېواد یې غواړي په افغانستان کې هر وګړی په غیر مشروط ډول بشري مرستو ته لاسرسی ولري، هر هغه څوک، چې وغواړي له هېواده ووځي، باید د تګ اجازه ورکړل شي، بشري حقونو ته بشپړ درناوی وشي او مېرمنو ته د کار او تعلیم حقوق ورکړل شي.

د ویلو ده، چې تر دې مخکې د امریکا لوی درستیز جنرال مارک میلي د امریکا سنا جرګې ته په خبرو کې ویلي، چې په افغانستان کې د ط. البانو له واکمني وروسته، ښایي القاعـده د یوه کال په موده کې امریکا ته یو وار بیا لوی ګواښ پېښ کړي.  

مارک میلي ویلي، چې ط. البان یوه ترهګریزه ډله ده او لا یې هم القاعـده شبکې سره د خپلو اړیکو پرېکون نه دی کړی. 

خو بل لورته  لا هم ط. اابانو د یادو چارواکو دې څرګندونو ته کوم غبرګون نه دی ښکاره کړی.