د عدلیې وزارت: د موقتې دورې لپاره د پخواني پادشاه محمد ظاهر شاه اساسي قانون نافذوي

د عدلیې وزارت: د موقتې دورې لپاره د پخواني پادشاه محمد ظاهر شاه اساسي قانون نافذوي


  • 2 مياشتي دمخه (28/09/2021)
  • سمسور نیوز
  • 273

د ط. البانو د عدلیې وزارت وایي، چې دوی د ا.ا.ا اوسنۍ مؤقتې دورې لپاره د پخواني پادشاه محمد ظاهر شاه اساسي قانون نافذوي.

د دې وزارت سرپرست د چین سفیر وانګ‌یي سره د لیدنې پر مهال ویلي، چې دوی به د پخواني پاچا محمد ظاهر شاه د دورې اساسي قانون پرته له هغه مواردو، چې د شریعت او اسلامي امـارت له اصولو سره په ټکر کی دی د موقتې دوری لپاره نافذ کړي. 

په لیدنه کې د چین سفیر ویلي، چې هېواد به یې مؤقتې ادارې سره خپلې ډیپلوماتیکې اړیکې وساتي او په نړیواله کچه به پر اسلامي امـارت د تحریمونو د لرې کولو لپاره هڅې وکړي.   

باید یاده شي، چې پخواني ولسمشر حامد کرزي هم په موقته دوره کې د محمد ظاهر شاه د دورې اساسي قانون نافذ کړی، چې اوس ط. البان هم غواړي د موقتې دورې لپاره له دې قانون استفاده وکړي.