سعودي عربستان: افغانستان کې د داعش او القاعده ډلو بیا سر راپورته کېدو ته اندېښمن یو

سعودي عربستان: افغانستان کې د داعش او القاعده ډلو بیا سر راپورته کېدو ته اندېښمن یو


  • 2 مياشتي دمخه (21/09/2021)
  • سمسور نیوز
  • 107

د سعودي عربستان د بهرنيو چارو وزير شهزاده فیصل بن فرهان السعود، هند ته په درې ورځني سفر تللی و او هلته يې د افغانستان په تړاو له خپل هندي سيال سره خبرې اترې کړې دي. 

نوموړي له خپل هندي سیال سره د لیدنې پر مهال ویلي، سره له دې چې تالبان به خپله خاوره کې نړیوالو ترهګریزو ډلو ته د فعالیت اجازه ورنه کړي؛ خو د القاعدې شبکې، داعش ډلې او نورو ترهګرو ډلو بیا سر راپورته کېدو ته اندېښمن دي. 

السعود همداراز زیاته کړې، چې هېواد یې د تالبانو له نوي حکومت سره لا هم کومه اړيکه نه‌لري او د دوی د رسميت پېژندو لپاره جدي څارنه کوي. 

باید وویل شي، چې د سعودي عربستان سربېره ډېرو نورو هېوادونو هم د تالبانو د نوي حکومت د رسميت پېژندلو لپاره د دوی عمل شرط بللی او ځينو بيا له وخت وړاندې د اسلامـي امـارت له رسميت پېژندلو انکار کړی دی.