اورونه زنځیرونه

اورونه زنځیرونه


  • 1 مياشت دمخه (17/09/2021)
  • شپنه سلګۍ
  • 115

شعر کوم ټول منلی تعریف نه لري، دا ځکه چې شعر د چاپیریال له تغيير سره بدلون خپلوي. هر شاعر د خپل چاپیریال محصول دی او شعر د شاعر محصول بللی شو. کله هم چې چاپیریال بدلیږي نو د خلکو اجتماعي، سیاسي او.. حالت هم ورسره بدلون مومي او نوې غوښتنې او نوې اړتیاوې زیږي.

 که یو وخت شعر مقفی او موزون کلام و، په معاصره نړۍ کې بیا یوازې موزون کلام دی، زما په اند په شعر کې موسیقي د شعر له اصلي بنسټونو څخه شمېرل کیږي، که موسیقي ونه لري نو بیا خو نثر شو، د نورو ځانګړنو ترڅنګ د نثر او شعر ترمنځ موسیقي اصلي بېلوونکې ځانګړنه ده، که څه هره نثري بېلګه هم خپله ځانګړې موسیقي لري.  

په دې کتاب کې په همداسې شعرونو غږیږو چې موزون دي خو مقفی نه دی او خیال په کې په څپو دی. دا د «اورونه ځنځیرونه» مجموعې شعرونه دي او د یوه منلي شاعر استاد نجیب الله منلي د زړه غږونه دي. 

پخوا چې به مې د ازادۍ راډیو «په شګو کې چینه» خپرونه اورېدله د ادبي مسایلو په اړه مې يو عجیب کیفیت په کې احساساوه.‎ منلی صاحب به هره اوونۍ له استاد اسدالله غضنفر سره په یوه ادبي مساله غږيده، د بحث له مخې به دی ما ته یو تکړه کره کتونکی اېسېده، خو چې کله مې يې «اورونه زنځيرونه» ولوستل، پوهه شوم چې استاد منلی نه یوازې یو نقاد او ژباړونکی دی بلکې يو شاعر هم دی. د همدې کتاب په سریزه کې استاد منلی وايي: «زما په نظر شعر بغاوت دی». نوموړی زیاتوي چې شاعر هغه څوک دی چې د خپل احساس د افادي لپاره ورته د کلماتو او ګرامري قوانینو میدان تنګ ښکاري، خو زه وایم چې د شاعر خیال لایتناهي دی او کلمات کم دي نو ځکه له استعارې، کنایې، مجاز، تشبیه، پراډاکس، حس امیزي او نورو هنرونو څخه کار اخلي، له یوې مشبه نه په لسګونو اغراض راخلي چې خپله خبره په سمه توګه خو په ښکلې بڼه انتقال کړي، د انتقال دغه مرحله ډېره پيچلې او سخته ده، ډېر ځله د یو شاعر له شعر نه هم هغومره خوند اخلو چې خپله شاعر ترې اخیستی وي، خو هغسې به یې نه شو لیکلای، ځکه چې د انتقال تجربه راسره نشته، د کلیماتو د غوراوي تجربه نه لرو، نو زه دې انتقال او د کلماتو انتخاب ته بغاوت نه شم ویلی. که بغاوت يې ومنو، نو بیا خو ویالي وبهیدې، لمر راوخوت، لمر پریوت، پاک لمنه میرمنه ده،... دا ټولې باغي کلمې دي، ځکه چې په اصلي معنی کې نه دي کارول شوي، ویالې نه بهیږي بلکې په ویالو کې اوبه بهیږي، لمر راوخوت استعاره ده، لمر پریووت استعاره ده، چې د ورځني ژبنیز قاموس برخه ګرځېدلې نو موږ ته استعاره نه ښکاري.

 په هر حال د استاد منلي شاعرۍ ته راګرځم، استاد په دې ټولګه کې زیات ازاد نظمونه راخیستي، ځای په ځای په کې مقفی شعرونه هم شته دی، که دواړه ډوله شعرونه يې سره پرتله کړو نو په ازادو نظمونو کې د خیال برخه غوښنه ده او د مقفی شعرونو په نسبت يې ازاد شعرونه ډېر خواږه دي، خو په دغو ازادو شعرونو کې هم کله کله د عاطفې برخه ډېره رڼه ښکاری، په شعر کې عاطفه اړینه ده، ځکه چې عاطفه پر موږ باندې دروغ هم رښتیا کوی او د هرې هنري پدېدې د پيل ټکی بلل کیږي.

 د منلي صاحب په دې شعرونو کې مینه، ښکلا، وطن پرستي تر هر څه ډېر دي او په ازادو نظمونو کې يې تشبیه ډېره ښایسته راوړې، دغه مفصله تشبیه وګورئ:

وګوره دا دشتې چې ترکومه چې نظر درومي

شګې مارکونډۍ دي ګنډيري دي او ځوزان په کې

وګوره دا دشتې څه غمجنه دنیاګۍ ده دا

دې دشتو ته ګوره خو که لږ وشي باران په کې 

دا سپيره ډاګونه به په یو دم کې بدل شي بیا 

غیږې به يې ډکې په ریدیو په غاټولو شي،

دا ډاګونه ګوره داسې ده زما د زړه دنیا 

لومړی د ډاګونو په اړه جزئیات او مواصفات وړاندې کوي، ورپسې یې له خپل زړه سره تشبیه کوي.

د پوهنتون تر عنوان لاندې نظم يې ډېر تصویري دی او د هېواد پالنې او مینې نبض په کې درزیږي:

د پغمان غرونه 

لوګو نیولي 

ها سپينې واورې 

په تکو تورو

پردو کې ورکې شولې

هغې پستې او جنتي هوا چې 

ورپسې مړي 

له هندوستانه راتلل

د تیلو بوی اخیستی

هغه خوږې او تکې سرې مڼې چې

د مساپر لالي نامرادې نجلۍ

به په لنډیو کې پرې رخه کړله

اوس له ایران او له تورانه راځي

زما په سترګو کې هم...

د میعاد تر عنوان لاندې بل نظم يې هم ښکلی تصویر لري:

د غره پر څوکو 

واورې اوریږي

زه او ته دواړه 

یخنۍ وهلي

لار رانه ورکه

هیلۍ کنګل شوې.

په دې نظم کې استاد ډېر هنر کړی دی، په یخو واورو باندې د خپلو نومونو او عهد لیک او بیا په پسرلي کې د دغه ساړه عهد څښل عجیبه کیفیت او ښکلا لري.

په هر حال استاد د نوي عصر او نوې شاعرۍ سرلاری شاعر دی، خو داسې ښکاري چې اوس ورته د شعر ښاپیرۍ الهام نه کوي، او یا هم خپلې زړې خاطرې ورته تر اوسنيو خوږې ښکاري.

د فکر او خیال ترمنځ شته تناسب د استاد منلي د شعرونو یوه بېله او د ستاینې وړ ځانګړنه ده. استاد چې غواړي کومه خبره راسره شریکه کړي، هغې خبرې ته د کلماتو شرنګېدلې او رنګینه جامه وراغوندي او چې کله ورسره مخ کېږو داسې راته ایسي لکه د غڼو د جال رنګینه تابلو. د جال دا تارونه د حوا د یوې لور خیالونه په همدې قوت سره ډېر بوختولای شي. لاندې شعر يې همداسې یوه بوختونکې تابلو ده، چې ګړۍ ګړۍ مو د خپلې ښکلا په سمندر کې ډوبوي:  

غڼه د ښکار له پاره

له خپلې خولې د جال تارونه باسي 

زه هم د تاسې د ښکلا په تمه

د بې ثباته اوبو

پر سر اوبړۍ غوندې شوم

دغه يو څو اوبلن سرېښناک تارونه

چې زه يې شعر بولم

ستاسې پښو ته غورزوم او خدای ته هيله لرم

چې به کوم يو ستاسې خيالونه هم مصروف وساتي

د دې بېلګې له راوړلو زما هدف دا دی چې د منلي صاحب په شعرونو کې د خیال او فکر موازي حرکت یوه داسې ښکلا راپنځوي چې خپله ښکلا هم ورته ګوته په غاښ پاتې کېږي. هغه ښکلا چې راسره غږېږي، ځان راپېژني او چې دا یو حقیقت دی چې زه شته یم. 

د ښه پیغام لرل او د رنګینو کلماتو په مرسته د دغه پیغام لېږد د اورونه رنځیرونه د ټولګې یوه په زړه پورې ځانګړنه ده. منلی د ویلو لپاره یو څه لري او غواړي چې هغه له نورو سره شریک کړي، هغه هم په داسې ژبه چې ټولو ته د فهم وړ وي. د دې خبرې معنی دا ده چې استاد منلی په خپلو شعرونو کې ساده خو سمه ژبه کاروي. کله چې د اورونه ځنځیرونه شعرونه لولو نو دا پرېکړه راته اسانه وي چې ووایو: سمه پښتو يې کارولې. 

پایله دا چې د منلي شاعري ساده ده خو نوې تجربې په کې نغښتل شوي دي او له فني او معنایي اړخه په تول پوره شاعري ده چې کېدای شي ډېرې خبرې پرې وشي، نقد شي او وارزول شي.

زما په باور، هر ادبي اثر باید نقد شي او د دې اثر نور اړخونه هم د نقد له پاره ځای لري چې زه یې نورو ته پرېږدم.