د اسلام له نظره؛ د ښځینه ؤ ګډون په سیاسي نظام کې!

د اسلام له نظره؛ د ښځینه ؤ ګډون په سیاسي نظام کې!


  • 8 مياشتي دمخه (17/09/2021)
  • عبدالباسط جهاني
  • 363

نن سبا ځینې وروڼه او خویندې د ښځو حقوق او کار کولو په اړه له ډیر افراط څخه کار اخلي او ځینې له تفریط څخه..! تیر حکومت د افراط له امله مات شو؛ خو نوی حکومت به دتفریط له آمله ماتیږي؛ که چیرې د ټولنې حساسیتونه درک نه کړي، نو ډاډه یم بقاء نشي کولای.

  اسلام ښځو ته بشپړ حقوق ورکړی، مګر ننني مسلمانانو نه دي مراعت کړي؛ حتا ځینې پښتانه وروڼه د ښځینوو مقام او حیثیت ته په سپکه ګوري، د جنسیت په اساس تبیعض ورځ تر بلې مخ په زیاتیدو دی، اکثریت لوستې کسان دې ناوړه تبعیض ته لمن وهي، د ښځينه و انساني موقف ته حتی د شک په سترګه ګوري،په حقیقت کې داسې نه ده؛ بلکې دا کسان د اسلام څخه ناخبره دي.

دوي له ځان سره فکر نه کوي، چې د جنسیت او تبیعض په اساس د ښځو توهینول د دوي انساني کرامت تر سوال لاندې راولي او کنه؟ 

 

الله ج په قران کې فرمايي:

يٰٓأَيُّهَا النَّاسُ إِنَّا خَلَقْنٰكُم مِّن ذَكَرٍ وَأُنثٰى وَجَعَلْنٰكُمْ شُعُوبًا وَقَبَآئِلَ لِتَعَارَفُوٓا ۚ إِنَّ أَكْرَمَكُمْ عِندَ اللَّهِ أَتْقٰىكُمْ ۚ إِنَّ اللَّهَ عَلِيمٌ خَبِيرٌ [سُوۡرَةُ الحُجرَات : 13]

 

ژباړه: اې خلكو! موږ تاسي له يوه نارينه او يوې ښځې څخه پيدا کړئ او بيا مو تاسي قومونه او قبيلې وګرځولئ، تر څو چي تاسي يو او بل سره وپيژنئ. په حقيقت کښي د الله په وړاندې ستاسي څخه تر ټولو زيات عزتمند هغه څوك دى، چي په تاسې کښې تر ټولو زيات پرهېزګار وي. په باوري ډول الله په هر څه پوهېدونكى او باخبره دى.

 

د پورته آیت شریف څخه مالومیږي، چې ټول انسانان د یو واحد نفس څخه پیدا شوي دي.

د الله وړاندې جنسیت، مقام او نژاد ارزښت نلري، بلکې تقوا او پرهیزګاري الله ج ته د نزدیکت لاره ده.

هریو چې د جنیست په اساس توپیرې چلند کوي دا بلکل د اسلام له نظره حرام دی.

موږ د ښځو اسلامي/شرعي حقوقو ملاتړې یو، موږ د هغو ښځو د دندو مخالفت نکوو، کوم چې په اسلامي شرعیت، افغاني کلتور او د پښتنې ټولنې حساسیتونه درک کړي.

ښځه د شرعي نصوصو له مخې د حکومت رهبري کولو څخه منع شوې ده؛ مګر په لاندې برخو کې ورته اشد ضرورت لرو.

 

لمړی- ښځه کولای شي، په اقتصادي  برخه کې کار وکړي، تجارت وکړي، ګټه وکړي، او بیا په حقه لاره کې استعمال کړي. ځکه چې د محمد ص په وخت کې د بې بې خدیجې رض په شمول ګڼ شمیر نورې ښځې هم کارو بار او تجارت کاوه، هغه ښځې چې د کور سرپرستي یې کوله، د لاسي صنایعو په وسیله د کور مصارف برابروله،او په هغه وخت کې ښځو ته صنعت کاران ویل کیده،ښځې به کالي/پوښاک به یې اوبدله، یوډول خاص غوړي به یې جوړوله او بیا یې خرڅوله.*۲

 

یو شمیر نورې ښځې تجارتي فعالیتونه یې درلودله، د ښار په محلي یا عمومي بازارونو لکه د عکاظ بازار کې د خپل لاسي صنایع به یې پلورله لکه؛

 ام منذر بنت قیس چې خرما یې خرڅوله، آسماء بنت 

مخرمه بنت جندل چې  یمن څخه به یې عطرونه مدینې ته واردوله او کاروبار به یې کاوه. *۱

او ځینې شتمنې ښځې لکه هنده بنت عتبه او خدیجه بنت خویلد،  چې رسول الله ص میرمن هم وه، لوي تجارتي فعالیتونه به یې کول.

 باید په دې خبرې تاکیئد وکړو، چې یو صریح ایت په قران کې وجود نلري چې ښځې د کار کولو څخه منع کړل شوي وي او کار کول ورته حرام ګڼل شوي وي، بلکې په ضمنې توګه د کار کولو اجازه ورکړل شوې ده، لکه  د ښځې په خاوند باندې د مهر ورکول واجب دی، په میراث کې حقوق ورته تعین شوې ده ، او د مال څخه میراث وړلی شي. مال او حقوق د ښځې لپاره شتمنۍ ده، او ښځې کولی شي چې خپل شتمنۍ ته رشد ورکړي، کنه نو مال او شتمنۍ په څه مانا؟؟؟

 

د رسول الله په زمانه کې د ښار په اداره کولو کې ښځینه ؤ هم کار کړې ده، لکه:

سمراء بنت نهیک الاسدیه د مکې د مالي/حسبیه  امورو مسؤوله وه.چې دا یو ډیر مهمه او اړینه موضوع و.

 

نوموړې ښځه هغه کسان به یې دُرو وهله، چې فریبکاري او غش څخه به یې کار اخیستله.

 

دوهم په نظامی چاروکې!

د رسول الله ص سره ډیرې ښځینوو اوږه په اوږه د نرانو په څیر جهاد کړی دی، د غزا په وخت کې حماسي شعرونه ویلي دي،*۳

 

د خلفاوو راشدینو په زمانه کې هم ښځو ته مهمې او اړینې دندې وسپارل شو، لکه

د عمر رض په زمانه کې شِفاء بنت ابي سلیمان بې د مدینه منورې بازار کې د مالي او شتمنیو مسوؤله وټاکل شو. *۴

 

امام ابن جریر طبري رح فرمايي:

د  ښځې قضاووت  په ټولو احکامو کې روا او جایز دی.

 

له  پورته دلایلو څخه معلومیږې چې ښځه کولی شي په سیاسي نظام کې ګډون وکړي.البته اسلامي اصول او مقرارت مراعت کړي

.

نوټ: اسلام ښځو ته پوره پوره حقوق ورکړی دی، خو مسلمانان او افغانان د ښځو حقوق یې ترښپو پایمال  کړي دي.

 موږ اسلامي حقوق/اسلامي اصول./اسلامي مقرراتو مطابق د ښځو تعلیم،تحصیل، او دندې موافق یو.

 

نور بیا بل وخت...

 

ماخذونه:

 

 ۱- اعیان النساء، ص218 و 581.

 

  ۲- نظام الحکم ...، ص591

۳-  لیلی الصباغ، المرأة فی التاریخ العربی، ص121، 

۴- لیلی الصباغ، المرأة فی التاریخ العربی، ص122-123