امریکا له کابله د لومړي پرواز په برابرېدو کې د طالبانو د اقداماتو هرکلی کړی

امریکا له کابله د لومړي پرواز په برابرېدو کې د طالبانو د اقداماتو هرکلی کړی


  • 1 مياشت دمخه (10/09/2021)
  • سمسور نیوز
  • 112

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن وایي، امریکا به له افغانستانه د پاتې امریکایي‌ اتباعو او نورو کسانو په تړاو چې غواړي له دې هېواده ووځي، خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

ښاغلي بلینکن د دې پرواز په برابرېدو کې د طالبانو د اقداماتو هرکلی کړی، نوموړي ویلي دا د طالبانو د هغې ژمنې یوه برخه ده، چې ویلي دي هغو کسانو ته به اجازه ورکړي چې د سفر قانوني اسناد لري او غواړي له افغانستانه ووځي.

نوموړي دغه‌راز ویلي، په دوحه کې د امریکا خاص استازی زلمی خلیل‌زاد په تېرو ورځو کې له ط.البانو سره په په تماس کې دی او د ط.البانو دا ډول اقدامات به د نړیوالې ټولنې مؤثریت ترلاسه کړي.

د ویلو ده، چې تېره ورځ له کابل نړیوال هوایي ډګر څخه په لومړي ځل یوې قطري الوتکې دوحې ته سفر وکړ، چې د چارواکو په وینا، چې په‌کې امریکایي اتباع او د دایمي استوګنې درلودونکي کسان هم شامل وو.