ط.البان: د تور لېست په اړه د امریکا نوی دریځ د دوحې له تړونه سرغړونه ده

ط.البان: د تور لېست په اړه د امریکا نوی دریځ د دوحې له تړونه سرغړونه ده


  • 2 کاله دمخه (09/09/2021)
  • سمسور نیوز
  • 836

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت معین او ط.الب ویاند، ذبیح‌الله م. پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، «د امریکا د دفاع وزارت چارواکو ویلي چې ګواکې د اسلامي امارت په کابینه کي ځینې مشران یا د حقاني صاحب رحمه‌الله کورنۍ د امریکا په تورو لېستونو کې دي او دا د دوی هدف دي.» 

هغه دغه‌راز زیاته کړې، چې اسلامي امارت دغه دريځ د دوحې له تړونه ښکاره سرغړونه بولي چې نه د امریکا او نه هم د افغانستان په ګټه ده. 

ط.البانو همداشان له امریکا غوښتي، چې هر څه ژر دغه ډول "ناسم دريځ" په دیپلوماتیکه راشه درشه بدل  کړي. 

ویل کېږي، چې د ط.البانو په تازه ۳۳ کسیزې اعلان شوې سرپرسته کابینه کې ۱۷ هغه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په تور لېست کې شامل دي، چې امریکایي چارواکو د یادو څو ط.الب مشرانو په پیدا کېدو کې جایزه دوه برابره زیاته کړې ده.