د امریکایي سرتېرو د وتلو پرمهال ګډوډۍ؛ بلېنکن راتلونکې اوونۍ د ګانګرس غړیو ته ځواب وایي

د امریکایي سرتېرو د وتلو پرمهال ګډوډۍ؛ بلېنکن راتلونکې اوونۍ د ګانګرس غړیو ته ځواب وایي


  • 8 مياشتي دمخه (08/09/2021)
  • سمسور نیوز
  • 494

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن ژمنه کړې، چې راتلونکې اوونۍ به له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو پرمهال د ګډوډیو د رامنځ ته کېدو‌ په اړه د کانګرس د غړیو پوښتنو ته ځوابونه ورکړي. 

ټاکل شوې، ښاغلی بلېنکن د راتلونکې اوونۍ د سه شنبې په ورځ، د امریکا د سنا مجلس د بهرنیو اړیکو د کمیټې د غړو له جدي او سختو پوښتنو سره مخ شي، ځکه یوه پوښتنه داده چې ولې د تخیلې پروسه وخته نه وه پیل شوې په داسې حال کې چې بایډن وخت له وړاندې ټاکلی وو.

له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو پروسه د اګست په ۳۱ پای ته ورسېده؛ خو اوس هم شاوخوا ۱۰۰ امریکایي اتباع په افغانستان کې پاتې دي او امریکایي چارواکو ژمنه کړې، که دغه امریکایي اتباع وغواړي له افغانستان څخه ووځي، له هغوی سره به مرسته وکړي.