د ايران د بهرنيو چارو وزير عبدالله عبدالله سره پر افغانستان خبرې کړې

د ايران د بهرنيو چارو وزير عبدالله عبدالله سره پر افغانستان خبرې کړې


  • 1 مياشت دمخه (06/09/2021)
  • سمسور نیوز
  • 120

د ايران د بهرنيو چارو وزير سره د عبدالله خبرې؛ له ترهګرۍ سره پر مبارزې او د ټول‌شموله حکومت پر جوړېدو ټينګار شوی دی. 

د ايران د بهرنيو چارو وزير حسين امير عبداللهيان د افغانستان د ملي روغې جوړې عالي شورا له مشر عبدالله عبدالله سره د ټليفون له لارې خبرې کړې دي. 

په دې ټلیفوني مکالمه کې له ترهګرۍ سره پر مبارزې او د ټولو قومونو په ګډون د يو ټول‌شموله حکومت پر جوړېدا ټينګار شوی دی.

د ايران د بهرنيو چارو وزارت په یوې خپرې کړې خبر پاڼه کې وایي، چې چې دواړو لوریو له ترهګرۍ سره د مبارزې پر اړتيا او په افغانستان کې د ټولو توکمونو او خواوو په ګډون د يو ټول‌شموله حکومت د جوړېدو په هکله خبرې کړې دي.

دا خبرې داسې مهال دي، چې د ایران په ګډون ګڼ شمېر هېوادونه، نړیواله ټولنه، ملګري ملتونه او نور سازمانونه په افغانستان کې د نوي حکومت په تشکیل کې د ټولو خواوو په ښکېلتیا ټینګار کوي.