پاکستان: نړیواله ټولنه دې له طالبانو سره د نوي حکومت په تشکیل کې مرسته وکړي

پاکستان: نړیواله ټولنه دې له طالبانو سره د نوي حکومت په تشکیل کې مرسته وکړي


  • 2 کاله دمخه (24/08/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1290

پاکستان وایي، چې نړیواله ټولنه باید له طالبانو سره مذاکرات پيل کړي؛ څو په افغانستان کې د نوي حکومت په جوړښت او تشکیل کې مرسته او همکاري وکړي. 

د پاکستان بهرنیو چارو وزیر محمود قریشي په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي، چې د سیمې هېوادونو ته سفر کوي او له دوی غواړي؛ څو په افغانستان کې د سولې او امنیت ټنګښت لپاره کوټلي ګامونه واخلي. 

د نوموړي په خبره، چې نړۍواله ټولنه باید له طالبانو سره داسې مذاکرات پیل کړي، چې پر بنسټ یې په دغه هېواد کې ټولو افغانانو ته د منلو وړ نظام کې همکاري شوې وي. 

هغه د خپلو خبرو پر دوام ویلي، چې ترکمنستان، ازبکستان، ایران او د سیمې نورو هېوادونو ته هم سفر کوي څو له دغو اړخونو وغواړي، چې په افغان سوله کې خپل رېښتینی رول ادا کړي. 

قریشي دا څرکندونې داسې مهال کوي، چې تر دې وړاندې د افغان‌حکومت په ګډون ځینو نورو هېوادونو هم دغه هېواد په په افغان‌سوله کې په دوه مخي چلند تورن کړی و او ویلي، چې پاکستان په خپله خاوره کې ترهګریزې ډلې روزي او افغانستان ته یې د خپلو اهدافو د پوره کولو لپاره لېږدوي.