د اوسنۍ جگړې او سقوطونو اصلي سناریو څه ده؟

د اوسنۍ جگړې او سقوطونو اصلي سناریو څه ده؟


  • 2 مياشتي دمخه (13/08/2021)
  • یوسف یوسفزی
  • 362

حزین او تریخ حقیقت دا دی، چې د وطن حالات د پخوا په پرتله خراب، خلک او ځوانان سخت په تشویشونو کې ډوب، اواره‌ګي او د خلکو کډه‌کېدل زیات شوي.

خو اصلي کيسه چېرې ده؟

تحلیل تعقیب کړې، چې روښانه وضعیت درته تصویر شي.

موږ او تاسو ښه له نږدې دغه جګړه څارو او د نړېوالو ځواکونو وروسته حالت بېخي بدل شوی.

له بل لوري په‌دې وروستیو کې د ولایتونو سقوط بېخي خلک اندېښمن کړي دي.

خو زه تاسو ته څو Scenario  سناریوگانې وړاندې کوم.

لومړی يې په سوالونو پلېوم.

ولې د ولایتونو سقوطونه دومره په شدت مخکې لاړل؟

جګړه ولې دومره کم‌زورې پرمخ وړل کېږي؟

تاسو له اوله ګورئ، چې دا جګړه د ۱۹۹۰ کلونو په‌شان ورانۍ نه‌لري.

د درنو وسلو د استعمال برخه پکې بېخي پيکه ده.

د مقاومت او د افغان‌ځواکونو د مېړانې هېڅ نښان په‌کې نشته.

موږ طیارې، توپونه، ټانکونه وسلې او نور مهمات نه‌لرو؟

دا ولې په‌دغه جګړه کې نه‌ښکاري او په لسګونه نورې مهمې پوښتنې راسره شته، چې په‌همدې به د تحلیل په روښانتیا بسنه وکړم.

جګړه، تسلیمي، د ولایتونو سقوط او نور هرڅه تیاره مهندسي او له پخوا پلان شوی ښکاري.

لکه څرنګه په پخواني تحلیل کې مې زیاتره موضوعات در واضح کړي دلته صرف یادونه يې کوم، چې طالب د اراضي لاندې کولو شرط ايښی.

دا يې له امریکې سره پوره او په پښو دلایلو ولاړه چانه وهلې او قرارداد شوی دی. د سقوطونو تر شا د حکومت په‌ګډون، طالب، امریکې، پاکستان، چین او نورو هېوادونو پټ او ښکاره لاسونه شته.

په لومړيو کې افغان‌حکومت مقاومت ته پښه بنده کړې وه، خو ښکاري له خپل تصمیمه په‌شا شوي.

وضعیت که خلک وارخطا کړي، نو موږ سره بیا خبرې کوي.

دوی لومړی د ځمکې د نیولو او اراضي مساوات غواړي او بیا د مذاکرې مېز ته د حاضرېدو سینه ډبوي.

دلته افغان‌حکومت ښه پوره هم‌غږی ښکاري.

اردو ته صرف د ټَک‌ټُوک اجازه ورکوي او نورې پرې مرستې هم بندوي او ښه په ارامه ورته د شاتګ امر کېږي.

داسې هېڅ امکان‌ نه‌لري، چې اردو وي، قُل‌اردو دې پرته وي، توپونه، ټانکونه او الوتکې يې خدمت کې وي او د ذرې قدرې پوځي عملیات دې و نه‌شي.

طالب دې د څلورو موټرسایکلونو سره ټوله قُل‌اردو ماته کړي.

که نور څه نه‌وي، رنجرې ټانکونه، مرمۍ او نور وسایل، خو له ځانه سره وړلی شي؛ ولې يې نه‌کوي؟

تاسو د هرات امنیه قوماندانۍ وکتله همداسې هر نظامي بېس ښه په ارامه او د زیات‌وکم لس‌ فېصدو ورانیو په نتیجه کې پرېښودل کېږي.

له اختر وروسته د دغه پلان پر عملي کېدو اصلي کار ته پښه بنده شوې.

سوله به حتمن کېږي، تاسو او هېڅ افغان ته دا تشویش نه‌دی پکار، خو په عبوسیت سره وایم، چې موږ به وځورېږو او قربانۍ حتمن لري.

طالب تقریبن ۲۰ کاله وسله‌واله مبارزه کړې، د خپلې مبارزې رنګ به‌ ګوري او دا ښه بد‌طعمه حقیقت دی.

هېڅوک له مبارزې وروسته بې‌هېڅه نه پاتې کېږي دا د دنیا اصل دی.

د افغانستان په حالاتو، نظام، دولت‌دارۍ او په هرڅه کې به تغیرات راشي.

دا د امریکې، نړېوالو او زیاترو هېوادونو پټ او ښکاره هوکړه ده.

خو ښکاري دا ځل د افغانستان د بربادۍ او ورانۍ مخه نېول کېږي او ښه په ارامه نوی سیسټم او نظام ته زمینه برابريږي.

طالب هم نرم او بې‌ساری ښه وضعیت کوي، ډلې ډلې اردو ځواکونه چې تسليميږي، نو یوه څپېړه هم نه‌خوري.

طالب دومره ښه نه‌شي کېدی، بلکې د پټو امضاګانو زور دی. 

احتمال درته وایم:

د دغه پلان له‌مخې طالب به نیم په نیمه افغانستان کې واک ولري، بیا به Ceasefire یا ډزبند ته دوی غاړه کېږدي.

قطر کې به د مذاکراتو مېزونه تاوده شي او پر نوي نظام به هوکړې ته د رسېدو هڅې وشي.

دا برخه تر اوسه ښه په مدیریت روانه ده، خو ښکاري چې امریکې او افغان‌حکومت د طالب یودمي کودتا نه ویره پېدا کړې، نو ځکه امریکې د خپلو ۳ زرو سرتېرو د اعلان خبره تازه کړه.

دا سرتېري په هېڅ وجه د ډيپلوماټو د ویستلو په‌خاطر نه‌دي.

دوی له‌پخوا هوکړې ته رسېدلي او هېڅ امریکايي ته به څوک پورته و نه‌شي کتلی حتا طالب يې د امنیت ساتلو سلامي وهلې.

امریکې په اړه همدومره جمله کفایت کوي، هغه طالب چې په ۲۴ ساعتونو کې له ټول افغانستانه وویستل شو، په اوسني وخت کې يې بېخي عاجل ورک‌‌کولی شي.

خو د طالبانو د احتمالي بریدونو په اړه تدابیرسخت شوي.

کله چې د ولسمشر سیاسیونو سره خبرې اترې شروع شوې، احزاب يې یو په یو را وغوښتل، نو ګمانونه را وزېږدل.

په خوله هېڅ سیاسي څېره، هېڅ مجاهد، هېڅ حزب داسې له زړه او د جګړې حتا مقاومت هم نه‌دی کړی.

په اردو، پوځ او هره برخه کې، چې چا احساس کړی یا يې استعفا کړې او یا يې هم مقاومت ته پښه بنده کړې.

نو ځکه داسې د ۱۹۹۰ کلونو تشویش نه‌دی پکار، هېواد به مو له خاورو سره نه خاورې کېږي.

پوځ هغه وخت ښه قوي مرال لرلی شي، چې سیاسیون او لوړ رتبه چارواکي په یو مخ ورسره چلند وکړي.

هرکله چې له داسې پېښو ګُنګوسې خپرې شي، نو مورال خپله زایل او محو کېږي.

که دغه سناریو مخ ته کېږدو، نو د طالب سرې لیکې پښه اړولو وروسته به د اصلي او د زړه‌ورې جګړې شاهدان یو.

خو هیله‌مندي زیاته ده، چې هرڅه د پلان له‌مخې مخ ته لاړ شي او افغانستان به په ډېر احتمال د بنسټیزو ویرانیو وژغورل شي.

 

دوه کسانو مثالونه درکوم.

جنرال خوشحال سادات څه شو؟ د غزني والي ولې داسې په نرمه پښه ووتله؟

ښکاري یوه برخه يې بېخي د پلان سره موافق نه‌و، نو پرته له جنجاله ووتو. دا دویم يې وروسته خبر شو منظم راغی.

وضعیت د تغیر وړ دی او ډېر زیات باور پرې نه‌دی پکار، خو که دا وضعیت همداسې مدیریت شي، نو نیم افغانستان به ونیول شي، مذاکرات به پېل شي، د راتلونکي حکومت پر څرنګوالي به جدي خبرې پېل شي، اوربند به شي او بالاخره به عمومي عفوه اعلان شي.

دا هغه سناریو ده، چې تر اوسه له نښو د عملي کېدو څرک يې لیدل کېږي.

د طالبانو له اوسنیو حرکتونو ښکاري، چې د پلان سره سم روان دي.

په‌دغه پلان کې د اردو منحل او تعطیل کېدل نه‌ښکاري، موږ به همدا اردو او همدا ځواکونه لرو، خو تغیرات په‌کې حتمي راتلونکي دي.