ولې نه چوې له دې غمه زما دله... ؟

ولې نه چوې له دې غمه زما دله... ؟


  • 1 مياشت دمخه (12/08/2021)
  • شفیقه خپلواک
  • 194

د شپې دولس بجې دي. د شهرنو له پارکه راغلم. بې شمېره ک‌‌‌‌‌‌ډوال. ‌‌‌‌‌‌ډېر یې ښځې او ماشومان. په وچ ‌‌‌‌‌‌میدان د خدای هیلې ته پراته. بختور پکې هغه و چې تر پښو لاندې یې یوه ټوټه فرش و. یا یې کوچنیان په زړو کمپلو کې پټ وو. یوه کون‌‌‌‌‌‌ډه وه له اووه ماشومانو سره له تخاره راک‌‌‌‌‌‌ډه شوې وه. تر ټولو کوچنی یې دوه نیم کلن و ملا کې په چره لګېدلی و. په یوه زړه بوجۍ پروت و. دې خپله هم چره خوړلې وه. یو بل ځوان هلک درې کورنۍ یو ځای راوستلې وې. وړې نجونې عایشه، ناجیه او د یوې بلې نوم مې هېر شو چې وې پوښتم. ناجیه موسکه وه. شوخه، خندانه. د کابل په تیاره شپه کې یې سترګې لکه ‌‌‌‌‌‌ډیوې بلېدې. ویل کندوز کې دریم صنف کې وم. ما ویل بیا به مکتب ته ولاړ شې ان شاءالله! وغوړېده لکه غوټۍ چې د سهار باد وغوړوي. د یوې بلې د زوی زخم التهاب کړی و. تبه یې وه، ‌‌‌‌‌‌ډاکټرې پسې ګرځېده. ګ‌‌‌‌‌‌ډو‌‌‌‌‌‌ډي شوه وروسته پوه نشوم موندلې به یې وي کنه. 

دا خلک د یو څاڅکي پاکو اوبو محتاج هم دي. فاجعه ده! بشري فاجعه! زه نپوهېږم موږ د کومې ګناه سزا وینو؟ موږ د کومې خطا بیه پریکوو؟ دوی به نور څومره جنګېږي؟ نورې به څومره میندې خواروي؟ نور به څومره زلمي ریبي... او د څه لپاره؟

دې وطن کې یوازې د سرونو لو نه دی د هیلو لو دی! د راتلونکي زندی کول دي. د دې هر ماشوم سترګو ته مې کتل ناهیلي، حسرت، ماتې، او کرکې څپې پکې وهلې. چې راوتلم یو کوچني راپسې غږ کړ: 

_ چېرې ځې؟ 

ومې ویل: 

_ کور ته! 

ځمکې ته یې وکتل، وې ویل: 

_ بختورې ته خو کور لرې! 

زړه کې مې خوږ شول. یو درد چې رګونه مې یې وبریښول. هېڅوک! هېڅوک! هېڅوک! دې بې کوره او بې وطنه نشي. ژوند دوزخ کېږي، ژوند عذاب کېږي، ژوند په اوږو بار کېږي. چې پر ځمکه هر یو ویده ماشوم، ویرېدلې ښځه، مات نارینه مې سترګو ته ودرېږي، له انسانه مې کرکه وشي. یو ژوره کرکه! له خپل پوستکي مې کرکه وشي. له خپلو لاسونو. له هوا، له طبیعته، له ژونده! یا مو لیدلی نه، یا ‌‌‌‌‌‌ډبرې وای چې هېڅ مو نه احساسولی.حداقل کاشکې نن شپه سوله په خوب ووینم! او دا ټول ماشومان خندان...