د شکیب وروستیو ښو لوبو نبي یو قدم وروسته کړ

د شکیب وروستیو ښو لوبو نبي یو قدم وروسته کړ


  • 1 مياشت دمخه (11/08/2021)
  • حضرت علي میاخېل
  • 179

د کرکټ نړیوالې شورا یا ای سي سي په شل اوریزو لوبو کې د ټولچارو
( الرونډرانو) تازه درجه بندي اعلان کړې ده.

په دغې نوې اعلان شوې درجه بندۍ کې د بنګلادیش لوبډلې لوبغاړي شکیب الحسن د نبي عیسي خیل ځای ونیوه او لومړي مقام ته یې ځان ورساوه.

شکیب الحسن د ۲۸۶ نمرو په درلودلو سره لومړی، نبي عیسي خیل د ۲۸۵ نمرو په درلودلو سره دوهم، ریچي برنټن د ۱۹۴ نمرو په درلودلو سره دریم، خاور علي د ۱۵۹ نمرو په درلودلو سره څلورم، کولنز اوبویا د ۱۵۳ نمرو په درلودلو سره پنځم، روحان مصطفی د ۱۵۲ نمرو په درلودلو سره شپږم، ګلین مکسویل د ۱۴۱ نمرو په درلودلو سره اووم، ډیلیني د ۱۵۰ نمرو په درلودلو سره اتم، میچل مارش د ۱۴۱ نمرو په درلودلو سره نهم او سین ویلیسم د ۱۴۰ نمرو په درلودلو سره لسم مقام لري.

شکیب الحسن په دې وروستیو کې د اسټرالیا خلاف ښه کارکرده ګي وکړه هماغه وه، چې لومړي مقام ته یې ځان ورساوه.