سمېع سادات د طالبانو کورنیو ته:   ستاسو زامن مړه دي؛ طالبان مو هسې دوکه کوي

سمېع سادات د طالبانو کورنیو ته: ستاسو زامن مړه دي؛ طالبان مو هسې دوکه کوي


  • 3 مياشتي دمخه (10/08/2021)
  • سمسور نیوز
  • 323

د ۲۱۵ میوند قول اردو قومندان جنرال سمېع سادات په یوه ویډیوي پیغام کې د طالبانو کورنیو ته ویلي، چې ستاسو زامن په جګړه کې وژل شوي؛ خو د طالبانو مشران تاسو ته دوکه درکوي او وايي، چې ژوندي دي.

سادات د طالبانو کورنیو ته زیاته کړې، چې د طالبانو مشران ستاسو د کورنیو غړي د شپې په شګو کې خښوي؛ خو تاسو ته وايي، چې په لومړي خط کې جنګیږي.

سادات په دوی غږ کړی، چې ستاسو د کورنۍ غړي پردۍ جګړه مخ ته وړي، ښوونځي ورانوي، خلک په تکلیفوي؛ نو جګړې ته یې مه پرېږدئ تر څو ونه وژل شي.

سمېع سادات زیاته کړې څوک مو چې په خاورې او ناموس تیری کوي، مونږ یې  ژوندي نه پرېږدو؛ بلکې وژنو به یې.