جرمني: افغانستان ته خپل سرتېري بیا نه‌لېږو

جرمني: افغانستان ته خپل سرتېري بیا نه‌لېږو


  • 5 مياشتي دمخه (10/08/2021)
  • سمسور نیوز
  • 339

د جرمني د دفاع وزیره انګریټ کرمپ کارنباور وایي، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو پرېکړه پرځای وه او په خبره یې، دا احتمال ناسم دی، چې دوی به بېرته افغانستان ته وګرځي.

آغلې کارنباور ویلي، په افغانستان کې د دوی پوځي حضور پای‌ته رسېدلی او دا احتمال نشته چې ځواکونه به یې بېرته افغانستان ته ولېږي. 

جرمني چې ډېری ځواکونه یې په کندز کې ځای پرځای وو، اوس یې د کندز پر امنیتي وضعیت اندېښنه هم ښودلې ده.

هاخوا د امریکا لوی درستیز جنرال مارک میلي له افغان ځواکونو د ملاتړ خبره کوي او وایي، چې افغان ځواکونه بشپړه وړتیا لري او دوی یې ملاتړ ته دوام ورکوي.

جرمني په تېرو شلو کلونو کې افغانستان ته شااوخوا ۱۵۰ زره سرتېري رالېږلي وو، چې له دې ډلې ۵۹ سرتېري یې په دې هېواد کې وژل شوي دي.