په سمنګانو کې د ۴.۹ میلیونه افغانیو په ارزښت یو پُل ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

په سمنګانو کې د ۴.۹ میلیونه افغانیو په ارزښت یو پُل ګټې اخیستنې ته وسپارل شو


  • 2 مياشتي دمخه (08/08/2021)
  • سمسور نیوز
  • 161

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت چارواکي وايي، چې د یاد وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د سمنګانو ولایت، حضرت سلطان ولسوالۍ اړوند د لوپان نو او لوپان کهنه کلیو لپاره د ۴.۹ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه پُل د جوړولو کار بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

سرچینه زیاتوي دغه پُل ۲۰.۵ متره اوږدوالی او ۳.۷ متره پلنوالی لري.

ددې پروژې د کار په بهیر کې د سیمې تخنیکي او نا تخنیکي کاریګرو لپاره ۳۳۰۰ کاري ورځې برابرې شوې.

د یادونې وړ ده، چې د دې پروژې په بشپړیدو سره د سیمې د خلکو ټرانسپورټي ستونزې حل شوې، اوس هغوې کولای شي خپل کرنیز محصولات د خرڅلاو لپاره په ډیرې هوساینې د ولسوالۍ بازار ته ولیږدوي او همدارنګه زده کوونکو ته د ښوونځي او ناروغانو ته روغتون ته په تګ را تګ کې هم لازمي آسانتیاوې برابرې شوې.