بنګلادیش، اسټرالیا ښه تر تاثیر لاندې ساتلې

بنګلادیش، اسټرالیا ښه تر تاثیر لاندې ساتلې


  • 2 کاله دمخه (07/08/2021)
  • حضرت علي میاخېل
  • 991

د بنګلادیش په کوربتوب د پنځه شل اوریزو لوبو سیریز دریمه لوبه هم پرون د اګست په ۶ مه نېټه ترسره شوه.

په دغې لوبه کې پچه د بنګلادیش لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.

بنګلادیش په ټاکلو شلو اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو ۱۲۷ منډې جوړې کړې او د ۱۲۸ منډو هدف یې اسټرالیا لوبډلې ته کېښود.

د بنګلادیش لپاره په توپ وهنه کې شکیب الحسن ۲۶ او محمدالله ۵۲ تر نورو زیاتې منډې جوړې کړې.

د اسټرالیا لپاره په توپ اچونه کې نیتن ایلیس درې لوبغاړي وسوځول.

اسټرالیا لوبډلې ټولې ۱۱۷ منډې جوړې کړې او په لسو منډو یې ماتې ومنله.

د اسټرالیا لپاره تر ټولو زیاتې منډې میچل مارش ۵۱ جوړې کړې.

د بنګلادیش په توپ اچوونکو کې شرف الاسلام دوه لوبغاړي وسوځول او تر نورو ښه وځلېد.

ددغې لوبې د غوره لوبغاړي جایزه بنګلادیشي لوبډلمشر محمدالله ته ورکول شوه، چې په ۵۳ توپونو یې ۵۲ منډې جوړې کړې وې.

بنګلادیش د یادې لوبې په  ګټلو سره سیریز هم وګاټه او تر اوسه په سیریز کې ۳ـ۰ مخکې والی لري.