طالبان: هرات کې د یونما پر دفتر د برید له کبله بښنه غواړو؛ دا عمل به بیا نه تکرارېږي

طالبان: هرات کې د یونما پر دفتر د برید له کبله بښنه غواړو؛ دا عمل به بیا نه تکرارېږي


  • 5 مياشتي دمخه (02/08/2021)
  • سمسور نیوز
  • 270

وروسته له هغه، چې په هرات کې د ملګرو ملتونو پر دفتر برید ترسره شو، اوس تازه طالبان وایي، چې هرات کې د یونما پر دفتر د برید له کبله بښنه غواړو؛ خو په وینا یې دا عمل به بیا نه تکرار نه‌کړي.

طالبانو ویلي، تر دې وروسته ملګري ملتونه په ولایتونو کې د خپلو دفترونو نقشې او اړوند نور مالومات له دوی سره شریکوي. 

دا خبره په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکتر نعیم پر خپل ټوېټر پاڼه لیکلې او ویلي یې دي، چې د طالبانو د سیاسي دفتر د ملګرو ملتونو او نړیوالو مؤسساتو سره د اړیکو کمېټې مشر ملا عبدالحق وثیق د یوناما د مرستیال سټیف سره د همدې مسئلې پر سر لیدلي دي. 

ښاغلي نعیم دغه‌راز لیکلي، چې لیدنه کې د هرات په ګذرې ولسوالۍ کې د یوناما پر دفتر د وروستۍ پېښې په اړه بحث شوی دی. 

نوموړي زیاته کړې، یوناما ورته ویلي، چې له دې وروسته به دوی د خپلو دفترونو نقشې او مالومات له طالبانو سره شریکوي، چې د امنیت خوندیتوب په اړه یې اقدامات وشي.

د ویلو ده، چې څو ورځې وړاندې په هرات ولایت کې د طالبانو نښته کې د یوناما دفتر ته هم زیان اوښتی‌و، چې د ملګرو ملتونو او یو شمېر نورو بنسټونو غبرګونونه یې هم له ځانه سره راوپرول.