ترکیه کې اورلګېدنه؛ ګڼ کسان له خپلو مېنو تښتېدلي

ترکیه کې اورلګېدنه؛ ګڼ کسان له خپلو مېنو تښتېدلي


  • 2 مياشتي دمخه (30/07/2021)
  • رفیع الله نقیب زی
  • 142

د ترکیې په بېلا بېلو سیمو کې د اور لګېدو له کبله ګڼ شمېر ځايي اوسېدونکي او سیلانیان خوندي ځایونو ته لېږدول شوي دي. یاده اورلګېدنه د روم او ایجئن سمندرونو پر غاړو، چې د سیل سیمې دي او شاوخوا کلیو کې لګېدلی، چې له کبله ځايي اوسېدونکي او سیلانیان خوندي ځایونو ته تښتېدلي.

 

د روانې عیسوي میاشتې په ۲۸ مه او ۲۹ مه د ترکیې د ۲۱ ولایتونو په ۶۳ بېلابېلو ځایونو کې اورونه لګېدلي دي، چې د ځایي چارواکو په وینا، ۴۳ ځایونو کې اور مړ شوی او پاتې ځایونو کې د اور وژنې هڅې روانې دي. د ترکیې د کرهڼې وزیر ویلي، چې د اور بشړ وژل به وخت ونیسي.

 

باید وویل شي، چې تر اوسه د اورلګېدنې په یاده پېښه کې ۴ کسان وژل شوي او لسګونه نور روغتونونو کې بستر دي او لسګونه څاروي هم مړه شوي. د چارواکو په خبره تر اوسه د اورلګېدو علت مالوم نه دی؛ خو څېړنې روانې دي.