د لغمان والي: طالبان له وژنې، وحشت او چور پرته په‌هېڅ نه پوهېږي

د لغمان والي: طالبان له وژنې، وحشت او چور پرته په‌هېڅ نه پوهېږي


  • 1 مياشت دمخه (30/07/2021)
  • سمسور نیوز
  • 204

د لغمان والي وایي، طالبانو د پردیو په خوله افغان وژنې، ستر وحشت، چور او چپاول ته دوام ورکړی، خو په خبره یې دوی دې باوري اوسي چې که له جګړې لاس وانخلي؛ نو د افغان ځواکونو له لوري به سخت وځپل شي. 

د لغمان والي ښاغلي عبدالولي واحدزي دغه څرګندونې پرون پنج‌شنبه د زمري پر ۷مه نېټه د ملي بیرغ د ورځې نمانځلو په موخه جوړو شویو مراسمو کې وکړې.

ښاغلي واحدزي په افغانستان کې د طالبانو له‌لوري وروستیو تحرکاتو او تاوتریخوالي ډېرېدو ته په اشارې سره وویل، چې دغه ډله د دې هېواد د پرمختګ او ابادۍ فکر نه‌لري.

نوموړي همداراز زیاته کړه، چې طالبان غواړي نویمه لسیزه بیا تکرار کړي او د افغانستان هغه تېرې شل کلنې لاسته راوړنې له منځه یوسي، چې د افغانانو په قربانیو ترلاسه شوي دي. 

نوموړي همدغه‌راز د دې ولایت ولسونو ته ډاډ ورکړ، چې ډېر ژر به له طالبانو هغه سیمې ونیسي، چې اوس‌مهال ترې د پلان له مخې افغان ځواکونه شاتګ کړی دی. 

د ده په خبره، چې افغان ځواکونه به په پوره مېړانې سره د خپلو ولسونو او د لوېشت - لوېشت خاورې ساتنه وکړي.  

ښاغلي عبدالولي واحدزي همدغه‌راز له لغماني ولسونو وغوښتل، چې د خپلو ځواکونو ترڅنګ ودرېږي او له دوی سره خپلې همکارۍ ونه سپموي. 

د ویلو ده، تېره ورځ د زمري میاشتې ۷مه د افغانستان د ملي بیرغ ورځ نومول شوې، چې په ټول هېواد کې د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترسره کېدو سره ونمانځل شوه.