میا افتخار حسین: مولانا فضل الرحمن د زرګونه پښتنو قاتل دی

میا افتخار حسین: مولانا فضل الرحمن د زرګونه پښتنو قاتل دی


  • 6 مياشتي دمخه (26/07/2021)
  • سمسور نیوز
  • 650

پاکستان کې د جمعیت علماء اسلام مشر مولانا فضل الرحمن پښتنو قوم پرستانو ته په خطاب کې ویلي، که ټول پښتانه سره ورټول هم شي؛ نو د ده د لاس یوه نوک ته هم نه‌شي رسېدای. 

د مولانا فضل‌الرحمن دغو څرګندونو د عوامي نشنل ګوند د مشر ایمل ولي خان او غړیو یې توند غبرګونونه راپارولي دی. 

د عوامي نشنل ګونډ مشر ده ته په غبرګون کې ویلي، دا چې څوک پښتون کېدای شي او څوک نه‌شي کېدای خبرې یې ښکارندویي کوي. 

هغه دغه‌راز زیاته کړې، تاسې له خپله منځه د پښتنو او په تېره د افغانستان بربادۍ پسې راخیستې ده.

ورته مهال د همدې ګوند یو بل غړي، میا افتخار حسین بیا هم په خپل غبرګون کې ویلي، چې مولانا فضل الرحمن د زرګونه پښتنو قاتل دی او په خبره یې دی نه پوهېږي، چې فضل الرحمن په کوم اساس پر نورو تور پورې کوي.

باید یاده شی، چې مولانا فضل الرحمن تردې وړاندې په افغانستان کې جګړه روا بللې او له خپلو مدرسو څخه یې ګڼ شمېر طالبان افغانستان ته د جګړې لپاره راځي.