ایران کې د څو لاریون کوونکو  وژل کېدل، ملګرو ملتونو انتقادونه کړي؛ خو ایران غیرې مسلکي بللي

ایران کې د څو لاریون کوونکو وژل کېدل، ملګرو ملتونو انتقادونه کړي؛ خو ایران غیرې مسلکي بللي


  • 9 مياشتي دمخه (25/07/2021)
  • رفیع الله نقیب زی
  • 446

د ایران حکومت په خوزستان ولایت کې د لاریونونو په ترڅ کې د څو کسانو د وژل کېدو په اړه د ملګرو ملتونو انتقادونه رد کړي او دا یې د ایران په کورنیو چارو کې مداخله او غیرې مسلکي بللي.

 

وروسته تر هغې، چې د تېرې جمعې په ورځ د ایران په خوزستان ولایت کې، چې د تېلو پراخې زېرمې لري د څو اوونیو اعتراضونو په ترڅ کې د یو شمېر کسانو وژنه او د ډېرو نورو نیول، چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو لویې کمېشنرې میشل باشلې وغندل؛ تازه د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب ‌زاده د مېرمن باشلې وینا غیرې مسلکي او د ایران په کورنیو چارو کې لاسوهنه وبلله.

 

د خوزستان ولایت اوسېدونکي وروسته تر هغې واټونو ته راووتل، چې په یاد ولایت کې اوبه کمې او وچکالي زیاته شوه. پر تولنیزو رسنیو په خپرو شوو، ویډیوګانو کې ښکاري، چې د لاریونونو لمن نورو ولایتونو ته هم غزېدلې ده.

 

باید وویل شي، چې وچکالۍ او د کرونا وبا خپرېدو او له بلې خوا د نړیوالې ټولنې بندیزونو د ایران اقتصاد سخت ځپلی دی.