اروپایي ټولنه: افغانان جګړو وځپل؛ مرسته ورسره کوو

اروپایي ټولنه: افغانان جګړو وځپل؛ مرسته ورسره کوو


  • 1 مياشت دمخه (23/07/2021)
  • سمسور نیوز
  • 200

د اروپایي ټولنې چارواکو ویلي، چې له افغان کډوالو مرسته کوي؛ ځکه په افغانستان کې وروستیو جګړو نړیوال اندیښمن کړي دي.

دغه ټولنه د کډوالۍ د مخنیوي لپاره له افغانستان او ددې هېواد له ګاونډیو هېوادونو سره مالي مرسته کوي.

اروپایي ټولنې یو پلان جوړ کړی، چې له مخې به یې افغانستان، پاکستان او ایران سره مرسته وکړي.

اروپایي ټولنه په دې موخه دغه اقدام پورته کوي، چې کډوال په خپلو هېوادونو کې پاتې شي او اروپایي هېوادونو ته د کډوال کېدو لپاره زړه ښه نه کړي.