هرات کې امنیتي غونډه؛ ولسمشر غني د افغان ځواکونو هڅې وستایلې

هرات کې امنیتي غونډه؛ ولسمشر غني د افغان ځواکونو هڅې وستایلې


  • 1 اونۍ دمخه (19/07/2021)
  • رفیع الله نقیب زی
  • 152

د هېواد جمهور رئیس محمد اشرف غني هرات ولایت ته د سفر پرمهال د ۲۰۷ ظفر قول اردو ته تللی او هلته یې د ظفر قول اردو قوماندان او د هرات والي په شتون کې امنیتي غونډه ترسره کړې.

 

په یاده غونډه کې د قول اردو قوماندان، د هرات والي او نظامي مسوولینو د هرات د امنیتي وضعیت په اړه راپورونه او د پېښېدونکو خطرونو د شنډولو لپاره خپل پلانونه جمهور رئیس سره شریک کړي دي.

 

ولسمشر غني د هېواد او خلکو د دفاع او ساتنې په برخه کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو مېړانه او کوښښونه ستایلي او د هېواد په سویلي حوزه کې یې د امنیتي وضعیت د لا ښه والي لپاره اړوندو مسوولینو ته لازمې لارښوونې کړې دي