دخواشينۍ اوغمشريکۍپيغام


  • 11 مياشتي دمخه (21/09/2020)
  • حبيب اله غمخور
  • 308

دا دغم له پاسه غم دۍ !


سويډن - دمالموښار
د۲۰۰۹ ز کال دجولا ي ۱۰
دهيواد يو پياوړۍ ليکوال ،ژباړونکی  اودکابل پوهنتون پخوانۍ استا اسد آسمايي دابد لپاره له موږ نه جلاشو
په خواشینی سره مو خبر تر لاسه کړ چي د هېواد د پوهنې او سياسی  ډگر يوه غښتلې څېرې  دکابل پوهنتون دفلسفي دپوهنځۍ  پياوړی اوپېژندل سوی  استاد په فرانسه کښي دورپېښيې سوی ناروغۍ له امله، له گران  هيواد افغانستان څخه دبېلتون  اومهاجرت  په ستونزمنوپه شرايطو کښي  د۵۶ کالو په عمر په ناڅاپي توگه دتل لپاره له دې  فانی نړۍ سره دابدي ژوندپه لور وخوځېد . اناالله و انا اليه راجعون
دادغم خبر دهيواددټولوه داده چي له يوې خوا دپرديو په بم اوريو، راکټونو اوځانمرگی بريدونوکي هر ه ورځ  بيگناه افغانان خپل خوږ ژوند له لاسه ورکوې،دبلې خوا لوي څښتن زموږ څخه داسي کسان  هم جلا کوې چي افغان ولس  ئې په بيلتون  ډير زيات  خوار او زورېږي .
ارواښاد استاد اسد آسمايي ديوافغان په توگه په خپل  ټول ژوندکښي دافغان ولس دښېرازی اوبسیا ينې لپاره دخپل توان اواستعدادله مخې  تل زيار ايستلی اوپه پاکولاسويې  ټولی ورسپارل شوی دندي سرته رسولي .
ارواښاد آسمايي  لوړعلمي  شخصيت  دکابل پوهنتون دفلسفې دپوهنځۍ داستادپه توگه بې شمېره ځوانان  روزلې اوټولوديوه منلې استاد اوعلمي شخصيت په توگه دهغه درناوی کاوه .
له بدمرغه زموږپه  هيوادکي بېله دينه هم دداسي علمي شخصيتونواوپوهانوکمۍ له ورايه احساسېږي خودادی لوي څښتن پر افغان ولس اوزموږځوان نسل باندي دکډوالۍ په شرايطوکښي داپياوړئ استاد دغښتلي قلم اومتفکر مغزخاوند اسد آسمايي هم ونه لورېد اوله هغه ئي ژوندواخيست .
موږپدې باوريو چې دداسي علمي شخصيتونوتشه به  زموږپه جگړه ځپلي هيوادکي  تر ډيره خالي پاته وي .
تر ټولوزياته دردونکې داده چي فرانسويانوددې سترافغاني عالم عزت وساته،هغه ته ددرناوي په خاطرئي دفرانسوي مشهورليکوال ويکتورهوگوکورپه واک کښي ورکړ،خوافغان چارواکي چي دانسانيت اومعرفت سره دملتياغولونکو شعاروترشاځانونه پټوي پدې اته کاله ددې يول عالم اوغښتلي ليکوال  له نامه څخه يوځل هم يادونه ونکړه اونه ئې هغه هيوادته دراستنېدوپه موخه دعوت کړ .
ښاغلی اسمايي ځوان نسل ته  په پشتو اودري ژبه بې شمېره اثارپه پرېښودل ،پدې هيله چي دهغه ټول قلمي اثار خوندي اودچاپ بخت ومومي  . 
موږ پدې ټينگ باورلروچي ددغه ټولنيز اوعلمي سياسی شخصيت  د علمي ،سياسی او فرهنگې خدمتونو اوزيار يادبه دتل  لپاره  دافغانانوپه  زړونوکښي  ديوې نه هيريدونکی اودرنې خاطرې  په توگه پاته وي .
  په سويډن کي ددوستۍ فرهنگي ټولني مشر تابه جرگه  اودروزگان ملي مهالنۍ خپرونې اداره  پداسي حال کښي چي دارواښاداسدآسمايي مړينه دهيوادوالولپاره لويه  اونه جبرانېدونکې ضايع  بولي،ځانونه د ارواښاد دکورنۍ د ټولوغړو،دهغه دعلاقمندانو،ملگرواو دوستانو سره پدې ستر دردونکی  وير کې شريک بولي ،
 دلوي خداي ((ج)) له دربار نه ارواښاداستا آسمايي ته فردوس جنت اودکورنۍټولوغړو،دوستانوعلاقمندانو ،ټولوهغوته چې دې  زورونکی خبر غمجن کړي دزړه صبر اوحوصلې غوښتنه کوو .
  روح دې ښاد اوياد دې ابدي وي .
په سويډن کي ددوستۍفرهنگی ټولنې دمشرتابه  جرگې اوروزگان مهالنۍ ملي خپرونې ادارې دمشرتابه په استازيتوب   حبيب اله  غمخور