بین‌الافغاني مذاکرات؛ دواړو لوریو د سولې مذاکراتو د ګړندي کولو پر اړتیا هوکړه وکړه

بین‌الافغاني مذاکرات؛ دواړو لوریو د سولې مذاکراتو د ګړندي کولو پر اړتیا هوکړه وکړه


  • 1 اونۍ دمخه (18/07/2021)
  • سمسور نیوز
  • 124

قطر کې د سولې مذاکراتي پلاوو د یو ګډې اعلامیې په خپرولو سره ويلي، چې دواړو لوریو افغان دولت او طالبانو د سولې مذاکراتو د ګړندي کولو پر اړتیا هوکړه وکړه.

په دې ګډې اعلامیه کې راغلي، چې دواړه خواوې ژمنې دي چې د لوړې کچې مذاکراتو کې ښکېل پاتې شي تر څو یو جوړجاړي ته ورسېږي.

‏اعلامیه کې دا هم راغلي: «ټول اړخونه ډاډ تر لاسه کوي چې په ټول افغانستان کې ملکي زیربناوې خوندي پاتې شي،‌ اړونده خواوې به د ملکي تلفاتو مخنیوی کوي او د بشري مرستو په اړه به همکاري کوي.‌»

‏دواړه خواوو پر دې هم هوکړه چې په افغانستان کې د کرونا واکسین د ویش پرسونل د خوندیتوب لپاره به لازم تدابیر نيسي او په ټول هېواد کې به د آکسیجن او نورو اړینو توکیو د خوندي انتقال او "په شفافه توګه مستحقینو" ته د رسېدو په برخه کې به هم کار کوي.