په زابل کې ۴۰۰ زده کوونکو ته ښوونځی جوړ شو

په زابل کې ۴۰۰ زده کوونکو ته ښوونځی جوړ شو


  • 2 کاله دمخه (18/07/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1225

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت چارواکي وایي، چې د یاد وزارت لخوا د ولسي تړون ملي پروګرام، اقراء برنامې په اډاڼه کې د زابل ولایت د شاه جوی ولسوالۍ اړوند په قیوم کلا کلي کې د ۴۰۰ تنه زده کوونکو لپاره د ښوونځي ودانۍ جوړه او په واک کې یې ورکړل شوه. 

سرچینه زیاتوي د ښوونځي دغه وداني ۱۰ ټولګي، ۲ اداري خونې، ۵ تشنابونه، ۲۳۵ متره احاطوي دیوال او د څښاک اوبو یوه څاه لري. 

د یاد ښوونځي په ودانیزو چارو کې د سیمې تخنیکي او ناتخنیکي کاریګرو لپاره لسګونه کاري ورځې هم برابرې شوې وې.