د سولې روان مذاکرات: نن هم پر مهمو مسائلو د بحث ورځ ده

د سولې روان مذاکرات: نن هم پر مهمو مسائلو د بحث ورځ ده


  • 10 مياشتي دمخه (18/07/2021)
  • سمسور نیوز
  • 552

د ملي مصالحې عالي شورا ویاند، له دوحې رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې د دولت او طالبانو جرګه شوي لوړ پوړي استازي دا ځل هڅه کوي چې پر پرېکړو سره توافق ته ورسېږي. 

د دې شورا ویاند فریدون خوځون همداراز ویلي، د استازو ۱۴ کسیزه کمېټه څو بنسټیزې مسئلې څېړي او هڅه کوي چې دا ځل اساسي هوکړې ته سره پرې ورسېږي. 

نوموړی زیاتوي، له منځګړي نه نیولې، تر اوربند او سیاسي مشارکت پورې دا هغه موضوعات دي، چې اساسي بحثونو کې شامل دي.

هغه ویلي، د افغان دولت مذاکراتي پلاوی په ځانګړي ډول اوس چې مشران راغلي دي، دا صلاحیت لري او په کابل کې د دولت د رهبرۍ ملاتړ هم له ځان سره لري. 

دوحه کې دا ځل د دولت د پلاوي مشري د مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله کوي او د طالبانو له‌لوري د دوی د دوحې د دفتر مشر ملا عبدالغني برادر د پلاوي په سر کې دی.

دواړو مشرانو په پرونۍ پرانیستونکې غونډه کې ټینګار کړی، چې د سولې خبرې باید ګړندۍ او سیاسي جوړجاړي ته هڅې چټکې شي.

د خوځون په وینا، دا ځل دواړه لوري هیله من ښکاري او په خبره یې د لیدو کتو فضا هم تېرو وختونو ته په کتو مثبته برېښي. 

په همدې حال کې د طالبانو ویاند محمد نعیم وردګ هم ویلي، فضا ښه ده او په خبره یې دا ناسته له نورو سره دا توپیر لري چې په لوړه کچه مشران سره ناست دي.