په کابل کې د پاکستان سفیر احضار شو

په کابل کې د پاکستان سفیر احضار شو


  • 6 مياشتي دمخه (17/07/2021)
  • سمسور نیوز
  • 406

د ‏بهرنیو چارو وزارت په یوه خپره کړې خبر پاڼه کې وایي، په کابل کې یې د پاکستان سفیر منصور احمد خان په اسلام آباد کې د افغان سفیر د لور د تښتونې له کبله احضار کړی دی. 

دې وزارت دغه‌راز، «له پاکستان څخه په ډاګه وغوښتل چې د پېښې عاملان وپېژني او د مجازاتو په برخه کې عاجلې کړنې ترسره او د نړیوالو میثاقونو سره سم د افغان دیپلوماتانو او د هغوی د کورنیو مصؤنیت او بشپړ امنیت تامین کړي.»

باید یاده شي، چې پرون نامالومه کسانو په پاکستان کې د افغان سفیر نجیب‌الله "علي‌خېل" لور خپل کور ته د تلو پر مهال تښتولې او له شکنجې وروسته یې بېرته خوشې کړې ده.