راتلونکی شل اوریز نړیوال جام ولې جالبه دی؟

راتلونکی شل اوریز نړیوال جام ولې جالبه دی؟


  • 1 اونۍ دمخه (17/07/2021)
  • حضرت علي میاخېل
  • 202

د ۲۰۲۱ م کال شل اوریز نړیوال جام د روان کال د اکټوبر میاشتې په ۱۷ نېټه شروع کېږي او د نوامبر میاشتې تر ۱۴ نېټې پورې دوام کوي.

یاد شل اوریز جام دوه پړاوونه لري، لومړی پړاو یې د عمان هېواد په کوربتوب د اته لوبډلو تر منځ ترسره کېږي او دوهم پړاو ته له لومړي پړاوه ۴ لوبډلې لار پیدا کوي، چې یادې څلور لوبډلې به د دوهم پړاو له اته لوبډلو سره یو ځای شي.

د لومړي پړاو اته لوبډلو کې سریلانکا، بنګلادیش، پاپو نګیني، ایرلینډ، هالند، سکاټلینډ، نمیبیا او کوربه عمان شامل دي.

ولې دغه نړیوال جام جالبه دی؟

ځکه جالبه دی، چې ای سي سي یا د کرکټ نړیوالې شورا د مینوالو په خوښه د لوبډلو ډلبندي اعلان کړې او د دوهم پړاو په لومړي ګروپ کې یې انګلستان، سویلي افریقا، اسټرالیا او ویسټ انډیز شامل کړي دي.

په دوهم ګروپ کې بیا سرسخت سیالان سره مخ دي، چې افغانستان، پاکستان، هندوستان او نیوزیلینډ په کې شامل دي.

د افغانستان او پاکستان او د پاکستان او هندوستان تر منځ سیالۍ به ډېرې جالبې او ډېر ليدونکي ولري؛ ځکه دوی په خپلو کې سره سخت رقابت لري.

یو شمېر د کرکټ مبصرین وايي، چې افغان لوبډله به  په دغه نړیوال جام کې ډېره ښه مخته لاړه شي؛ ځکه افغانستان په شل اوریز بڼه کرکټ کې نړیوال لوبغاړي لري او د همدوی مورال ته په کتو به بریالۍ وي.

رمیز راجا پاکستاني مبصر لا له وړاندې ویلي ول، چې افغانستان پاکستان ته په شل اوریزو لوبو کې ماتې ورکولای شي.

اوس؛ نو افغان لوبغاړو ته په کار ده، چې د افغانستان لپاره ولوبیږي نه د ځان لپاره تر څو په دغه جام کې ښې لاسته راوړنې ولرو.

لیکنه: حضرت علي میاخېل