له دریو ماتو وروسته اسټرالیا لومړۍ بریا خپله کړه

له دریو ماتو وروسته اسټرالیا لومړۍ بریا خپله کړه


  • 2 کاله دمخه (15/07/2021)
  • حضرت علي میاخېل
  • 1177

د ویسټ انډیز او اسټرالیا کرکټ لوبډلو تر منځ د پنځه شل اوریزو لوبو څلورمه لوبه اسټرالیا لوبډلې وګتله.

په دغې لوبه کې پچه اسټرالیا وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.

اسټرالیا په ټاکلو شلو اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو ۱۸۹ منډې جوړې کړې او د ۱۹۰ منډو هدف یې کوربه ویسټ انډیز لوبډلې ته کېښود.

د اسټرالیا لپاره ارون فینچ ۵۳ او میچل مارش ۷۵ تر نورو زیاتې منډې جوړې کړې.

د ویسټ انډیز لپاره هایډن والش درې لوبغاړي وسوځول.

ویسټ انډیز ټاکل شوی هدف پوره  نه شوای کړای او په ۴ منډو یې ماتې ومنله.

د ویسټ انډیز لپاره ایون لیوس ۳۱ او لینډل سایمونس ۷۲ تر نورو زیاتې منډې جوړې کړې؛ خو لوبډله یې بریا ته ونه رسوله.

د اسټرالیا لپاره میچل مارش ۳ لوبغاړي وسوځول.

ددغې لوبې د غوره لوبغاړي جایزه میچل مارش ته ورکول شوه، چې ۳ لوبغاړي یې سوځولي ول او ۷۵ منډې یې جوړې کړې وې.

له دې وړاندې په درې شل اوریزو لوبو کې ویسټ انډیز، اسټرالیا ته ماتې ورکړې وه او څلورمه لوبه اسټرالیا وګټله.