طالبانو سره د خبرو لپاره، افغان سیاسیون بیا دوحې ته ځي

طالبانو سره د خبرو لپاره، افغان سیاسیون بیا دوحې ته ځي


  • 2 کاله دمخه (13/07/2021)
  • رفیع الله نقیب زی
  • 1064

ځینو سرچینو راپور ورکړی، چې د هېواد ۱۱ تنه پېژندل  شوي سیاستوال د سولې د روان بهیر دچټکوالي او مانا دارو خبرو په موخه دوحې ته ځي.

په یادو سیاستوالو کې دسولې دعالي شورا مشر عبدالله عبدالله، پخوانی ولسمشر حامد کرزی، یونس قانوني، کریم خلیلي، محمد محقق، سلام رحیمي، عبدالرشید دوستم، ګلبدین حکمتیار، سید سعادت منصور نادري، فاطمه ګیلاني او عنایت الله بلیغ شامل دي، چې د دې اوونۍ په پای کې د جمعې په ورځ به له طالبانو سره د خبرو لپاره دوحې ته ولاړ شي او د یوې ورځې لپاره به سره وویني.

باید وویل شي، چې تر اوسه روښانه نه ده، چې په یادې لیدنه کې به د طالبانو مرکچیان څوک وي.