عراق کې اورلګېدنې شااوخوا ۱۱۰ ناروغانو ته مرګ ژوبله اړولې

عراق کې اورلګېدنې شااوخوا ۱۱۰ ناروغانو ته مرګ ژوبله اړولې


  • 6 مياشتي دمخه (13/07/2021)
  • سمسور نیوز
  • 256

 

عراقي چارواکي وايي، چې د دغه هېواد ناصریه ښار په یوه روغتون کې د اورلګېدنې له کبله ۵۰ ناروغان مړه شوي او لسګونه نور یې ټپیان کړي.
د روغتیایي چارواکو په خبره، دا اور پرون شپه په  الحسین روغتون کې لګېدلی، چې لږ تر لږه ۱۱۰ ناروغان یې مړه او ټپیان کړل.

چارواکو د ځینو نیم‌ سوځېدل‌ شویو کسانو روغتیایي حالت نازک بللی، خو په خبره یې چې تر جدي درملنې لاندې دي.
که څه هم تر اوسه د اورلګېدنې اصلي لامل نه دی څرګند، خو روغتیایي چارواکو ویلي، چې د اکسېجن ډبې چاودلو سره اور ولګېد.