تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۶۷ طالبان وژل شوي

تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۶۷ طالبان وژل شوي


  • 2 مياشتي دمخه (13/07/2021)
  • سمسور نیوز
  • 203

له ملي دفاع وزارت څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې تېرو ۲۴ ساعتونو کې دفاعي او امنيتي ځواکونو سره متقابل بریدونو او نښتو کې  ۲۶۷ طالبان وژل شوي، ۱۱۹ ټپیان شوي او ۴ نیول شوي دي.

همداراز د وسله والو یوه اندازه وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.

سرچینه زیاتوي د دې په خواکې ۱۳ بېلابېل ډول ماینونه چې طالبانو د هېواد  په مختلفو سیمو کې د ملکي خلکو، دفاعي او امنیتي ځواکونو د تګ راتګ په لارو کې ځای پرځای کړي وو، د ملي اردو  ځواکونو له لوري کشف او خنثی شوي. 

دغه طالبان د هېواد ننګرهار، لغمان، کندهار، هرات، بلخ، فاریاب، جوزجان، هلمند، بدخشان، کندوز، تخار، کاپیسا او کابل ولایتونو کې وژل شوي، ټپیان شوي او نیول شوي دي.