فنلنډ: افغان پناه غوښتوونکي له‌دغه هېواده نه اوباسو

فنلنډ: افغان پناه غوښتوونکي له‌دغه هېواده نه اوباسو


  • 2 مياشتي دمخه (13/07/2021)
  • سمسور نیوز
  • 149

فنلنډ هېواد وایي، هغه پناه غوښتوونکي افغانان، چې دغه هېواد ته د کډوالۍ په موخه ورغلي، د اوس لپاره یې د اېستلو لړۍ درولې ده.

د دغه هېواد کډوالۍ ادارې پرون ویلي، دا پرېکړه یې د افغانستان خراب امنیتي وضعیت ته په کتو کړې او په وینا یې تر هغه دوام ولري، چې د افغانستان د وضعیت په تړاو ارزونه بشپړه او د اېستل کېدونکو کډوالو د امنیت د خوندیتوب په اړه ډاډ من‌شي. 

د دې ادارې یوه مسوول جاکو پورونتي ویلي، دا پرېکړه د دایمي اقامې ترلاسه کولو لپاره نه ده، بلکې د خپلو غوښتنلیکونو د پایلو په اړه باید زیات انتظار وباسي.

د جاکو د معلوماتو‌ له‌مخې، اوسمهال ۳۵۰ غوښتنلیکونه چې افغان پناه غوښتونکو ورکړي وروستۍ پرېکړې ته په تمه دي.

فنلنډ داسې مهال د افغان پناه غوښتونکو د اېستلو لړۍ درولې، چې څو ورځې وړاندې د افغانستان د کډوالو او بېرته ستنېدونکو چارو وزارت له اروپايي هېوادونو وغوښتل چې د افغان پناه غوښتونکو اجباري اېستلو پروسه ودروي.