پاکستان په انګلستان کې سخت ناکام دی

پاکستان په انګلستان کې سخت ناکام دی


  • 2 مياشتي دمخه (11/07/2021)
  • حضرت علي میاخېل
  • 171

پرون د جولای په لسمه د انګلستان او پاکستان کرکټ ملي لوبډلې سره په دوهمه پنځوس اوریزه لوبه کې مخامخ وې.

په دغې لوبه کې پچه پاکستان لوبډلې ګټلې وه او د لومړۍ توپ اچونې پرېکړه یې وکړه. انګلستان لوبډلې د ۲۴۷ منډو په کولو سره خپله ټوله لوبډله د لاسه ورکړه او د ۲۴۸ منډو هدف یې پاکستان لوبډلې ته کېښود.

د انګلستان لپاره جیمز وینس ۵۶ او فیل سالټ ۶۰ تر نورو زیاتې منډې جوړې کړې.

د پاکستان لپاره حسن علي پنځه لوبغاړي وسوځول.

پاکستان لوبډلې ټاکل شوی هدف پوره نه شوای کړای او په ۱۹۵ منډو کې یې خپله ټوله لوبډله د لاسه ورکړه.

د پاکستان لپاره حسن علي ۳۱ او سعود شکیل ۵۶ منډې جوړې کړې؛ خو د لوبډلې په ګټه نه وې.

د انګلستان لپاره لیوس ګریګوري ۳ لوبغاړي  وسوځول.

ددغې لوبې د غوره لوبغاړي جایزه لیوس ګریګوري ته ورکول شوه، چې ۴۰ منډې یې جوړې کړې وې او ۳ لوبغاړي یې سوځولي ول.

له دې وړاندې په لومړی پنځوس اوریزه لوبه کې هم انګلستان، پاکستان ته ماتې ورکړې وه.