د خولې وتل او درملنه یې

د خولې وتل او درملنه یې


  • 3 مياشتي دمخه (09/07/2021)
  • ډاکټره مفضیه راضیه
  • 272

د دې ناروغۍ له امله د خولې داخلي غشا پړسیږي او کله کله په خوله کې ټپ هم جوړیږي له دې امله دا ناروغي په درې ډوله وېشل سوې ده. 

 

1_د خولې التهاب Catarhal stamatitis د ناروغۍ د دې ډول له امله د خولې داخلي غشا، ورۍ او شونډۍ دننه اړخ ته پړسوب کوي، غشاء سره ښکاري او لاړې زیاتې بهیږي. 

#درملنه: 

د خولې صفایي وکړئ بورو ګلسیرین ولګوئ او د پنسلین لوشن هم ګټه کوي. 

 

2_په خوله کې د سپین رطوبت را ټولیدا دا رنځ د ګندګۍ یا ماسومانو ته د بوتل په ذریعه د شودو له ورکولو، د خېټې د خرابۍ او د ماشومانو د اسهالاتو له امله منځ ته راځي. 

#درملنه: 

 په خوله کې د بورو ګلسیرین او sol. Gention 

کارول د دې ناروغۍ لپاره ګټور دي او Tab. Micostaxin 

ګولۍ هم ورته ګټورې دي. 

ماشومانو ته syp Drop. Nilstal د ورځې درې ځلې ولګوئ د ډېرو نویو زېږېدلو ماشومانو په خوله کې یې مه لګوئ.

 

3_په خوله کې بدبویه ټپ Ulcerative Stomatitis په ټوله خوله کې په ځانګړې توګه په وریو کې زخم یا ټپ پیدا کېږي، تبه ورسره وي، کمزوري زیاته وي دا ناروغي د خوړو د خرابۍ، د وینې کموالي او د ویټامین له کموالي څخه پیدا کېږي او ډېر مهال په کولمو کې هم خرابۍ لیدل کېږي او په ژور پیچش کې دا رنځ زیات لېدل کېږي. 

#درملنه: 

د هایدروجن پراکسایډ د محلول په ذریعه خوله پاکه کړئ ناروغ تهTab Nicotinic او Tab.B. Complex

د ورځې درې وخته ورکړئ. که چېرې نوموړي ګولۍ ګټورې تابتې نه سي نو. Tab. Flagyl دوه ګولۍ د ورځې درځې وخته درې ورځو پورې ورکړئ. 

که چیرې په خوله کې زخم یا ټپ وي او نه ښه کېږي د دې ګولیو په واسطه ښه کېږي.

 

#سپارېښتنې:

 ⑴ د خولې او غاښونو پاکولو ته یاید ډېره پاملرنه وسي. 

⑵ د ډوډۍ خوړلو په مینځ کې نشویات او سکري یا خواږه مه خورئ. 

⑶ تازه میوې او ترکارۍ باید تر ډوډۍ خوړلو وروسته وخوړل سي. 

⑷ د شنو شیو څو پاڼې په خوله کې ونیسي د ورۍ الهاب سموي او میکروبونه وژني. 

⑸ یوه کوچني کاشوغه میده ملخوزي په اوبو کې وایشوئ تر ایشولو 15 دقیقې وروسته یې په خوله ولغړوي د ورۍ التهاب سموي. 

⑹ ناروغ ته مالټې، لیمو، رومیان، پالک، پلۍ او ترکارۍ ډېره فایده کوي.