مودي د کابینې دولس غړي له دندو لرې کړي

مودي د کابینې دولس غړي له دندو لرې کړي


  • 10 مياشتي دمخه (08/07/2021)
  • سمسور نیوز
  • 535

هند کې د کرونا د ناسم مدیریت له امله د هند لومړي وزیر نریندرا مودي د کابینې دولس غړي له دندو ګوښه کړل.

هندۍ رسنۍ وایي، چې په دې دولسو کسانو کې د هند د روغتیا وزیر هم شامل دی.

هند کې د کرونا له امله تر ۱۰۰۰ پورې کسان هره ورځ مري او هره ورځ تر اته میلیونو کسانو پورې واکسین ویشل کېږي.

هند چې  نفوس یې زیات دی؛ نو په همدې خاطر واکسین په سختۍ په کې ویشل کېږي.

هند کې د کابینې ۱۲ غړي په داسې مهال لرې کېږي، چې لا هم په هند کې د کرونا د زیاتولي څرک لیدل کېږي.