بسم الله محمدي: جګړه شديده ده؛ خو افغان ځواکونه د حالاتو د کنټرول توان لري

بسم الله محمدي: جګړه شديده ده؛ خو افغان ځواکونه د حالاتو د کنټرول توان لري


  • 4 مياشتي دمخه (07/07/2021)
  • سمسور نیوز
  • 297

د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر بسم الله محمدي وايي، دا لومړی ځل ندی چې د افغانستان خلک له یوه پېچلي پوځي پړاو څخه تېرېږي؛ بلکې اوس هم په یوه حساس او برخلیک ټاکونکي نظامي پړاو کې دي.

خو محمدي ولس ته ډاډ ورکوي، چې د ملي اردو، ملي پولیسو او ملي امنیت ځواکونه او د خلکو پاڅونونه په ټول قوت او شته امکاناتو سره په هر ډول شرایطو کې له افغانستان او افغانانو څخه په کلکه دفاع کوي.

دا خبرې د دفاع سرپرست وزیر په داسې مهال کوي، چې په دې وروستیو کې د افغان امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې ګڼ شمېر وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.