افغان ځواکونو ۲۴ ساعتونو کې نږدې ۴۰۰ طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې

افغان ځواکونو ۲۴ ساعتونو کې نږدې ۴۰۰ طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې


  • 6 مياشتي دمخه (07/07/2021)
  • سمسور نیوز
  • 404

افغان ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د طالبانو پر وړاندې چاڼیز عمیلیات، مخامخ جګړې او پر یادې ډلې هوايي بریدونه ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې ۲۳۹ تنه وژلي، ۱۵۷ یې ټپیان کړي او ۲ نور یې ژوندي نیولي دي.

ملي دفاع وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې یاد عملیات په لغمان، لوګر، پکتیکا، غزني، کندهار، فراه، غور، بادغیس، بلخ، سمنګان، هلمند، نیمروز، بدخشان، کندوز او کابل ولایتونو کې ترسره شوي.

د سرچینې په خبره په همدې موده کې بیا افغان ځواکونو د طالبانو له لوري په لویو لارو کې اېښودل شوي ۱۸ کړۍ ماینونه هم له منځه وړي دي.

ملي دفاع وزارت یاد خبر په داسې حال کې خپروي، چې اوس مهال د هېواد په ګڼ شمېر ولایتونو کې د افغان ځواکونو له لوري د طالبانو پر وړاندې عملیات پیل شوي، چې طالبانو ته یې سخت مالي او ځاني زیانونه اړولي.