حنیف اتمر: افغان حکومت سولې ته ژمن دی، طالبان دې خپله رېښتینولي ثابته کړي

حنیف اتمر: افغان حکومت سولې ته ژمن دی، طالبان دې خپله رېښتینولي ثابته کړي


  • 2 مياشتي دمخه (07/07/2021)
  • سمسور نیوز
  • 216

د هېواد بهرنیو چارو وزیر وایي، افغان حکومت سولې پروسې ته ژمن دی او په خبره یې طالبان دې په رېښتینې توګه مذاکراتو مخته یوسي، ترڅو ثابته کړي، چې دوی سولې ته ژمن دي که‌نه.

حنیف اتمر دا څرګندونې د افغانستان لپاره د قطر هېواد بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي مطلق بن ماجد سره د لیدنې پر مهال وکړې.

ورته مهال قطري لوري ویلي، چې دوی د ترهګرۍ ضد مبارزې په برخه کې د افغانستان تر څنګ ولاړ دي خو ددې غوښتونکي دي چې ژر تر ژره روانه جګړه پای‌ته ورسول شي او په افغانستان کې دایمي اوربند تامین شي. 

ښاغلي مطلق بن ماجد ټینګار کړی، چې د افغانستان د سولې له پروسې سره همکار دي او هڅه کوي په دې برخه کې خپلې همکارۍ دوامداره وساتي.

د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر په مننې سره ویلي، چې قطر د افغانستان د سولې په پروسه کې همکاري کړې ده؛ خو ددې اړتیا ده چې خپلې همکارۍ او فشارونه ډېر کړي.

د دواړو لوریو لیدنه داسې مهال ترسره کېږي، چې د بین الافغاني خبرو له پیل نږدې لس میاشتې تېرې شوي، خو دا بهیر له کوم پرمختګ پرته پر ټپه ولاړ دی.

بل‌لورته بیا تازه د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له رویټرز خبري اژانس سره په یوه مرکه کې ویلي، چې ډېر ژر به د سولې یوه لیکلې طرحه تر راتلونکې یوې میاشتې پورې بشپړه او افغان حکومت ته وسپاري.

د نوموړي په خبره، چې بین الافغاني مذاکرات به په راتلونکو څو ورځو کې ګړندي او یو نوي پړاو ته داخلې شي.