ولسمشر غني: له اړمنو سره دې د مرستې کولو لړۍ چټکه شي

ولسمشر غني: له اړمنو سره دې د مرستې کولو لړۍ چټکه شي


  • 2 مياشتي دمخه (06/07/2021)
  • سمسور نیوز
  • 134

ولسمشر غني د وروستۍ وچکالۍ او بې ځایه شوو کورنیو ته په کتو اړونده ادارو ته ویلي، چې اړمنو کورنیو سره باید د مرستې رسونې همغږي زیاته شي.

د ارګ په مطبوعاتي اعلامیه کې راغلي، چې ولسمشر د اړونده ادارو راپورونه اوریدلي او په دې یې ټینګار کړی، چې بشري وضعیت د اندیښنې وړ دی.

ولسمشر په مسوولو ادارو غږ کړی، چې له اړمنو سره مرستې تر بل هر وخت چټکې کړي او په یاده برخه کې همغږي نوره هم زیاته کړي.

په دې وروستیو کې د وسله والو د جګړو له امله زرګونه کورنۍ له خپلو مېنو بې ځایه شوې او اوس په سخت حالت کې ژوند تېروي.