په تېرو ۲۴ ساعتونو کې کرونا ۷۷ تنه مړه کړي

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې کرونا ۷۷ تنه مړه کړي


  • 3 مياشتي دمخه (05/07/2021)
  • سمسور نیوز
  • 413

روغتیا وزارت وايي، چې د کرونا له امله په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۷۷ تنه مړه شوي او ۱ زر او ۴۸۵ نورې مثبتې پېښې ثبت شوي دي.

د یاد وزارت په خبره، چې په همدې موده کې ۸۳۴ کسان بېرته له دې وژونکې ناروغۍ څخه رغېدلي دي.

د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې په ټول افغانستان کې د کرونا د مثبتو پېښو شمېر یو لک ۲۷ زره او ۴۲۲ ته پورته شوی دی.

په افغانستان کې د یاد ویروس له امله د مړینو رسمي شمېر ۵ زره او ۳۶۰ ته لوړ شوی دی.

روغتیا وزارت یو ځل بیا په هېوادوالو غږ کړی، چې روغتیايي سپارښتنې عملي کړي تر څو په دې وژونکې ناروغۍ اخته نه شي.